ناټو د پېټريټ سيستم په اړه د ترکيې پر غوښتنه غور کوي

د خپريدو وخت: 23:15 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

د پېټريټ بېټرۍ داسې رادار کاروي چې سيمې ته يې د ورتلونکيو توغنديو ځای ښيي.

ناټو وايي د ترکيې دې غوښتنې ته به له ځنډ پرته ځواب ووايي چې د دغه هېواد جنوب کې له سوريې سره د پولې په اوږدو کې د توغنديو ضد پېټريټ سيستم پر ځای کړي.

ترکيه په سوريه کې د کورنۍ جګړه په اړه اندېښمنه ده چې تاو يې دوی ته ور وانه وړي، او له ناټو يې غوښتنه کړې چې په دفاع کې يې ورسره مرسته وکړي.

د ترکيې جنوب له سوريې سره پولې ته نژدې سيمې نه د بي بي سي خبريلال پيټر بايلز وايي په ترکيه کې له مځکې نه هوا ته د پېټريټ توغنديو ضد سيستم دغې شونې پر ځای کونې په اړه د بيړې احساس خپور دی.

د ناټو سرمنشي انډېرس فو راسموسن وايي د ترکيې له حکومته يې غوښتنه ترلاسه کړې، او ناټو به له ځنډ پرته پرې غور کوي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير (ګويډو وېسټروېل) له وړاندې ويلي وو، ترکيه چې د ناټو غړی هېواد دی، دا غوښتنه يې بايد ومنل شي.

ده وويل په ناټو کې يې د خپل هېواد سفير ته لارښونه کړې چې د انقرې غوښتنه ته د "هو" ځواب ورکړي.

د پېټريټ توغنديو ضد سيستم پر ځای کولوګام کېدی شي راتلونکې اوونۍ په رسمي ډول ومنل شي.

هغه هېوادونه چې د پېټريټ توغنديو ضد سيستم په لاس کې لري، جرمني، هالنډ او امريکا دي.

د ناټو يوه ډله به راتلونکې اوونۍ د ترکيې جنوب کې د سيمې پلټنه ترسره کړي.

دفاعي تدبير

ترکيې دا خبره روښانه کړې، د پېټريټ توغنديو دا پر ځای کونه به دفاعي بڼه لري او په هېڅ ډول به سوريه کې د "نه الوتنې" سيمې يا بريد ګرو عملياتو ملاتړ نه کوي.

د پېټريټ بېټرۍ داسې رادار کاروي چې سيمې ته يې د ورتلونکيو توغنديو ځای ښيي.

بيا له سترو لېږدوونکو وسيلو له مځکې هوا ته توغندي ويشتل کېږي چې خپلې موخې ته په رسېدو کې کنټرولېږي.

په ۱۹۸۶ کال کې له لومړۍ پر ځای کونې راهيسې، دغه سيستم په پراخ ډول د امريکا او ملګريو ځواکونو له لوري يې کارول شوی دی.

له دې مخکې هم دغه سيستم په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د يرغل پر مهال په ترکيه کې ځای پر ځای شوی و.

تېره مياشت پنځه تنه ترکي ملکيان هغه مهال ووژل شول د له پولې سره نژدې د سوريې له له اړخه د ترکيې پر اقچه کلا ښارګوټي د توپونو مرمۍ پرېوتې.

له دغې پېښې وروسته د ترکيې پوځ څو ځله د سوريې پر دننه سيمو ځوابي بريدونه کړي دي.

تر تېر کال پورې ترکيه او سوريه نژدې ملګري وو، خو انقره اوس د سوريې حکومت د مخالفانو ملاتړ کوي او له دندې د ولسمشر بشار الاسد ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .