تل ابیب: بس کې بمي چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

د شپې له مخه بمباريو کې د ښار په زياته برخه کې برېښنا غوڅه شوې.

له تل ابیبه راغلي راپورونه وايي چې په یوه بس کې چاودنه شوې ده، تر دې دمه په کې د ۱۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکول شوي دي. عیني شاهدان وايي هغه بس ګاډي چې په کې چاودنه شوې اور اخېستی. په ټپیانو کې د څلورو کسانو حالت ښه نه بلل کېږي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دغه چاودنه یو ترهګریز برید بللی. دغه برید داسې مهال شوی، چې د اسراییلو له لوري پر غزه بریدونه دوام لري. په وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، چې اسراییلو په غزه کې د حماس اړوند یوې ودانۍ برید کړی.

دغه راز د حماس غورځنګ سره د اوربند په سر خبرې روانې دي، اسراییلو ویلي تېره شپه یې پر غزې تر سلو ډېر بریدونه کړي دي. د ښار په مر کزي برخه کې د اسراييلو په يوه بريد کې په حماس پورې تړلې يوه دولتي ودانې لګېدلې او شاوخوا نورو ودانيو ته هم زيان اوښتی دى.

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په لویدیځه غاړه کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره ګوري. چې د روان تاوتریخوالي او یوه اوربند ته د رسېدو پر سره خبرې ورسره وکړي.

مېرمن کلنټن وار د مخه د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې او د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره به د خبرو لپاره مصر ته لاړه شي. د سه شنبې په ورځ سیمې ته تر رسېدو وروسته مېرمن کلنټن وویل چې د مصر د منځګړیتوب له هڅو به ملاتړ وکړي.

نړیوالې هڅې

د غزې پر تړانګه له وروستیو اسراییلي بریدونو وروسته د سولې لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي. له دې مخکې فلسطیني چارواکو ویلي و، چې د سې شنبې د شپې تر نیمايي پورې به اوربند اعلان شي، خو اسراييلي چارواکو وویل، چې دوی ته د هوکړه لیک متن د منلو نه دی.

یوه اسراييلي چارواکي د خپل هېواد راډیو ته ویلي، چې په وروستیو شېبو کې د دوی او فلسطین تر منځ هوکړه ونه شوه. اسراییل غوښتنه کوي، چې باید له غزې نه اسراییلو ته هیڅ راکټ ونه وېشتل شي او د وسلو له زېرمه کولو نه د حماس د مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه هڅې وکړي. بل لور ته حماس غواړي، چې اسراییل د غزې کلابندې پای ته ورسوي او پر غزه بریدونه ونه کړي.

له دې مخکې فلسطیني او مصري چارواکو ویلي و، چې په قاهره کې به له خبرو اترو وروسته ډېر ژر د اوربند اعلان وشي. خو د اسراییلو د حکومت ویاند مارک ریګیو بي بي سي ته وویل، چې دم ګړۍ کومه هوکړه نه ده شوې.

" مخکې فلسطیني چارواکو ویلي و، چې د سې شنبې د شپې تر نیمايي پورې به اوربند اعلان شي، خو اسراييلي چارواکو وویل، چې دوی ته د هوکړه لیک متن د منلو نه دی."

د شپې له مخه بمباريو کې د ښار په زياته برخه کې برېښنا غوڅه شوې. وړاندې اسرايليانو د هوا له لارې پاڼې غورځولې، چې په کې له ښار نه بهر سيمو کې مېشتو خلکو نه غوښتل شوي، چې د ځان د خوندیتوب لپاره د ښار مر کزي برخې ته وکو چيږي.

اسراييلي پوځيان وايي د سه شنبې په ورځ فلسطينيانو ١٥٠ توغندي د اسراييلو په خاوره توغولي دي. بل لور ته د اسراییلو او حماس تر منځ د اوربند لپاره د خبرو اترو لړۍ په ټپه درېدلې او اسراییلو پر غزه بریدونه بیا پیل کړي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې د سې شنبې په ورځ ۲۰ کسان وژل شوي دي.له غزې نه اسراییلو ته د توغول شویو توغندیو په پایله کې د یوه اسراییلي عسکر او یوه ملکي کس د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي په هغو بریدونو کې، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ پیل شوي، تر اوسه پورې ۱۳۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. د سې شنبې په ورځ دوه تنه خبریالان هم په دې بریدونو کې وژل شوي، چې ویل کیږي، د حماس اړوند ټیلویزیون لپاره یې کار کاوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .