سعوديانې په (SMS) څارل کېږي

د خپريدو وخت: 23:09 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

سعودي د خليجي هېوادونو ترمنځ په خورا ژوره توګه محافظه کار هېواد دی

په سعودي کې د مېرمنو د څار کړو وړو غوسه پارلولې ده.

دا غوسه پر ټويټر د داسې معلوماتو له رابرسېره کېدا سره څرګنده شوې چې نارينه د خپلې کورنۍ ښځو په اړه چې کله د هېواد له پولو بهر سفر کوي په اوتومات ډول ليکلي پيغامونه ترلاسه کوي.

دغه سيستم ته پام هغه مهال ور واوښت کله چې يوه سړي چې له خپلې مېرمنې سره يې سفر کاوه له رياض هوايي ډګره په وتو ورته په ليکلي پيغام خبرداری ورسېد.

په سعودي کې مېرمنې د دې حق نه لري چې د خپل نارينه مسئول له اجازې او هوکړې پرته سفر وکړي، پر دوی د موټر چلونې بنديز هم دی.

له دې مخکې په سعودي کې نارينه وو دا اختيار درلود چې د خپلې کورنۍ کسانو د هېواد له پولو بهر تګ په اړه د پيغامونو ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

خو اوس ښکاري چې له تېرې اوونۍ راهيسې دغه ډول خبرتياوې په اوتوماتيک ډول استول کېږي.

د ټويټر ځينو کاروونکيو دغه ګام د خندا وړ بللی، او د ښځو څار کې يې د وړو چېپونو او د ښنګريو بندونو کارونې وړانديزونه هم کړي دي.

په يوه ټويټونه کې لوستل کېږي:"که زه د دې لپاره يو (SMS) يا لنډ پيغام ته اړتيا ولرم چې پوه شم زما مېرمن له سعودي نه وځي، نو بيا به مې يا له ناسمې ښځې سره واده کړی وي، او يا به د اروا پوه ډاکټر کتو ته اړتيا لرم."

پاچا عبد الله

پاچا عبد الله په وروستيو وختونو کې په احتياط سره د سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو راوستلو تابيا کړې ده

ليکلې خبرتيا د برېښنايي پاسپورټ سيستم يوه برخه ده، چې تېر کال د سعودي چارواکيو پيل کړې ده.

حکومت دليل وايي ګنې برېښنايي پاسپورټونه يې هېوادووالو ته دا خبره اسانوي پرته له دې چې د پاسپورټ ادارې ته ورشي، د خپل سفر ترتيباتو سره چلن وکړي.

سعودي په خورا ژوره توګه يو محافظه کار هېواد دی، خو پاچا عبد الله په وروستيو وختونو کې په احتياط سره د سياسي او ټولنيزو اصلاحاتو راوستلو تابيا کړې ده.

د ۲۰۱۱ کال سپتمبر کې ده اعلان وکړ چې ښځې ته د رايې ورکونې حق ورکول کېږي، او په راتلونکي کې د ښاروالۍ ټاکنو کې سيالي کولی شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .