مرسي د خپل واک د زیاتوالي فرمان صادر کړی

د خپريدو وخت: 00:47 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

د مصر حکومت مخالفو ډلو په هېواد کې د ولسمشر د نوي فرمان پر ضد د ګڼو لاریونونو غږ کړی دی.

د مصر ولسمشر محمد مرسي د پنجشنبې په ورځ د خپلو واکونو د زیاتوالي په اړه د اساسي قانون نوی فرمان صادر کړ. هغه لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې خپل کس ونوماوه چې د حکومت مخالفو ډلو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

د مصر حکومت مخالفو ډلو په هېواد کې د ولسمشر د نوي فرمان پر ضد د ګڼو لاریونونو غږ کړی دی.

د مخالفینو یوه مشر محمد البرادیي ولسمشر مرسي تورن کړ چې له ځانه یې د مصر نوی فرعون جوړ کړی دی.

د تېر کال د مبارک ضد پاڅون یوه اصلي څېره وایل غونېم وایی انقلاب د دې لپاره نه و شوی چې دیکتاتور رامنځ ته شي.

په یوه تلویزیوني وینا کې د ولسمشر ویاند یاسر علي وویل د ولسمشر دا پریکړه د قضا په ګډون هیڅ چارواکی نشي ردولی او نه یې په وړاندې اپیل کولی شي. د نوموړي په وینا د دې فرمان موخه د مصري انقلاب خوندي ساتنه ده.

نوموړي یوه بل بنسټيز بدلون ته هم اشاره وکړه. ده زیاته کړه، ولسمشر به د قضا چارواکو لخوا لوی څارنوال د څلورو کلونو لپاره نوموي. دا څلور کاله به له هغې ورځې پيلېږي چې څارنوال په دنده پیل کوي. نوی څارنوال باید لږ ترلږه د ۴۰ کلونو وي.

"دا بدلون به دې ته لاره هواره کړي چې په مصر کې ټولې لوړې څوکۍ د اخوان المسلمین لاس ته ورشي"

سوزان عصمت

همدا رنګه ویاند وویل، د هغو کسانو په وړاندې چې په پخواني رژیم کې یې سیاسي او یا اجرایوي دندې لرلې او د لاریون کوونکو په وژنه تورن دي پلټنه بیا پرانستله کېږي.

خو ځینو مصریانو د ولسمشر دا ګام یو دیکتاتور ګام بللی دی.

د نوی فرمان په اړه هېڅ پارلماني بحث نه دی شوی.

یوه فعاله سوزان عصمت اندېښنه لري چې دا بدلون به دې ته لاره هواره کړي چې په مصر کې ټولې لوړې څوکۍ د اخوان المسلمین لاس ته ورشي.

مېرمن عصمت وویل د ولسمشر دا پریکړه چې د اوسني لوی څارنوال پر ځای به د اخوان المسلمین غړی نوموي، دقضایی سیستم ړنګېدو ته لاره هواره کړې ده. اوس دی کولی شي چې قضایې سیستم او پوځ ړنګ کړي.

ده پولیسو ته واک ورکړی دی چې هرڅه یې زړه وي تر سره کولی یې شي. نوموړي پولیسو ته تنخواوې لوړې کړې دي چې وفادار ورته پاتې شي.

یوازینی کس چې پاتې دی د ال ازهر مشر دی خو هغه به هم له دندې ګوښه کوي او د اخوان المسلمین سړی به یې پرځای نوموي.

ولسمشر د لوی څارنوال پرځای د خپل ګوند غړی تلعت ابراهیم عبدالله نومولی دی.

خو د ولسمشر فرمان پداسې مهال ورکړل شوی چې د قاهرې په تحریر ډګر کې د څلورمې ورځې لپاره د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ نښتې روانې دي.

دلته تېر نومبر په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .