مصري قاضيانو د کاربنديز غږ کړی

د خپريدو وخت: 18:07 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391
محمد مرسي

ولسمشر مرسي وايي وروستۍ پرېکړې يې مصريانو ته د ګټې په نيت کړې دي

د مصر قاضيانو د ولسمشر محمد مرسي فرمان پر وړاندې چې خپل ځان ته يې په کې پراخې واګې ځانګړې کړې، د هېواد لروبر د کاربنديز غږ کړی دی.

د قاضيانو ټولنې له يوې بيړنۍ غونډې وروسته ښاغلی مرسي هڅولی چې دغه فرمان بېرته واخلي، چې دوی "پر قضا بې سابقې بريد" بللی دی.

ښاغلي مرسي ويلي دی غواړي د پاڅون ساتنه وکړي.

ولسمشر مرسي تېره اوونۍ يو فرمان کې د ځان لپاره نوې پراخې واګې ځانګړې کړې.

د غه فرمان له مخې هېڅ محکمه نه شي کولی بنسټيزه جرګه ړنګه کړي، چې د يوۀ نوي اساسي قانون په جوړولو بوخته ده.

مخالف سياستوال محمد البرادعي وويل تر هغه چې دغه فرمان پلی کېږي، له ښاغلي مرسي سره خبرې نه شي کېدی.

له خبريالانو سره د خبرو پر مهال نوموړي وويل د دغه ګام په اړه د نړيوالې ټولنې له خوا د ځواکمنو غندنو په تمه دی.

د قاهرې له يوې محکمې بهر چې قاضيانو په کې غونډه کوله، پوليسو د فرمان ضد احتجاجيانو تيتولو په موخه اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی.

د احتجاجونو له ځايه د بي بي سي خبريال جان لاين ويلي پوليسو راغونډ شوي خلک په ډنډو وهل.

د پنجشنبې/پنځنۍ فرمان غوسه ناک لاريونونه او د ښاغلي مرسي اسلام پاله ازادۍ او عدالت ګوند پر دفترونو بريدونه وپارول.

"بې سابقې بريد"

ولسمشر مرسي ويلي د پاڅون ساتنې په موخه يې ګام پورته کړی دی.

خو د مصر جګپوړيو قاضيانو پر ولسمشر محمد مرسي تور لګولی چې پر قضا يې "بې سابقې بريد" کړی دی.

د مصر قضا لوړې شورا په يوه اعلاميه کې دغه ګام "د قضا پر خپلواکۍ او حکمونو يې يو بې سابقې بريد" بللی، او پر ده يې غږ کړی چې فرمان بېرته واخلي.

د مصر په دوهم ستر ښار اسکندريه کې قاضيانو او څارنوالانو په احتجاج کې په اعتصاب يا کاربنديز لاس پورې کړی، او وايي تر هغه به خپلو کارونو ته ستانه نه شي، چې دغه فرمان بېرته نه وي اخيستل شوی.

په قاهره کې د بي بي سي خبريال وايي د قاضيانو غبرګون، که څه هم څه وړاندوينه يې کېده، خو خورا سخت و.

دی زياتوي داسې راپورونه وو، چې د قضا لوړې شورا د دوهم ځل لپاره بنسټيزه جرګه ړنګوله، او دا به يو داسې ګام وی چې د ديموکراټيک لېږد پر وړاندې به يې جدي خنډونه جوړ کړي وی، او نوې پارلماني ټاکنې به يې نورې ځنډولې وی.

دغې چارې په خپل وار د مصر سياسي مشرانو، په داسې حال کې چې رايې ورکونې ته به يې انتظار ايسته د سختو پرېکړو مخه نيوله.

پر همدې مهال د مصر مېنا خبري اېجنسۍ راپور ورکړی، چې د مصر بشري حقونو ډلو د اداري عدالت محکمه کې قضايي داوه وړاندې چې د دغه فرمان لغوه کولو غوښتنه کوي.

تازه احتجاجونه

پوليسو د فرمان ضد احتجاجيانو تيتولو په موخه اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی

ښاغلي مرسي د پنجشنبې پر ورځ د خپل هېواد لوی څارنوال هم له دندې لرې کړ، او ځان ته يې د نوي لوی څارنوال ټاکنې ځانګړی واک ورکړ.

د لوی څارنوال ځای ناستي ټاکنه په چټکۍ وشوه، چې لرې شوي ولسمشر حسنی مبارک، د ده کورنۍ او د پخواني نظام چارواکيو پر وړاندې جنايي پلټنو بهير بيا پرانيزي.

د بی بي سي خبريال وايي دغه عنصر ولسي ښکاري، ځکه که څه هم ښاغلی مبارک د ۲۰۱۱ کال پاڅون پر مهال د احتجاجيانو وژنو امرونو سره په تړاو اوږدمهاله بند تېروي، خو ډېری چارواکي سپين وختل، چې دا کار د غوسې ژور احساس لامل شو.

نوی فرمان د ولسمشر پرېکړو او قوانينو پر هر ډول ننګونه هم بنديز لګوي.

له هغه راهيسې چې دغه فرمان خپور شویو د ښاغلي مرسي ګوتنيونکيو او پلويانو دواړو خواوو به لاريونونو پيل کړی دی.

د جمعې شپې مهال د قاهرې تحرير ميدان کې ډلې خلک راغونډ شوي وو،، او هلته يې د پاتې کېدو هوډ څرګنداوۀ.

دواړو اړخونو پر سې شنبې/دری نۍ د سيالو مظاهرو او لاريونو پلان نيولی دی.

امريکا مخکې ويلي وو، چې د ښاغلي مرسي ګام په نړيواله ټولنه کې اندېښنې راپورته کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .