په خیانت تورن روسی فیزیک پوه خوشی شو

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391
ولنټاین دانیلوف

ولنټاین دانیلوف وايي، کوم څه یې چې پلورلي، پټ اسرار نه وو.

هغه روسی فیزیک پوه له محکومېدا مخکې خوشی شوی، چې چین ته "ددولتي پټو رازونو" د پلور تور پرې لګول شوی و.

۶۶ کلن ولنټاین دانیلوف څو کاله په بند کې و، چې لاهم پرې لګول شوی تور ردوي.

پر نوموړي ۱۴ کاله د بند حکم شوی و.

دانیلوف تورن دی، چې ګني د چین فضايي څېړنو مرکز ته یې اړوند پټ اسرار افشا کړي، خو نوموړی وايي چې "ټول لګول شوي تورونه خیالي" دي.

نوموړي ویلي چې خپله دعوا به د بشري حقونو اروپايي محکمې ته وړاندې کړي.

نوموړی د "ښو اخلاقو او روغتیايي وضعیت" له کبله له وخته وړاندې خوشی شوی دی.

دانیلوف تر خوشي کېدا وروسته وویل "که چېرې یوڅوک راته ووايي چې دولتي اسرار دې پلورلي، زه به خپلې څرګندونې وکړم او خوشاله به شم. "

هغه دا هم ویلي چې "زه یو سیاسي بندي یم، خو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د انتقاد نېغه ګوته نه نیسم، بلکې د ولسمشر شاوخوا کسان ملامت بولم. "

دغه روسي فیزیک پوه دا هم ویلي، چین ته یې ورکړي معلومات پټ اسرار نه وو، بلکې د ټولو په واک کې وو.

ښاغلی دانیلوف تر هغه وروسته خوشی شوی، چې د خیانت د قانون کړۍ په اړه نوی قانون جوړ شوی، خو د قانون منتقدین وايي، چارواکي له دغه قانون څخه د هغو سیاسي فعالینو پرضد ناوړه ګټه اخلي، چې نه یې ورسره لګېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .