د بنګله دېش دویمه فابریکه کې اور لګېدلی

د خپريدو وخت: 07:22 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

په بنګله دېش کې نژدې ۴۵۰۰ فابریکې دي، چې تر دوو میلیونو ډېر کارګر په کې کار کوي.

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې د رخت جوړونې په یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

دوه ورځې وړاندې، هم ډاکې ته څېرمه په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې اور د یوه کارځای تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل او ګڼ نور ټپیان شول.

اې ایف پي خبري اژانس د د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۶) د ډاکې د پولیسو ویاند په حواله ویلي، چې اور د ۱۲ پوړیزې ودانۍ په درېیم پوړ کې لګېدلی.

که څه هم د پېښې په اړه ډېر جزییات نه شته، خو پولیسو ویلي نه پوهېږي، چې د ودانۍ د ننه څومره کسان دي.

په دوشنبه د تزرین فېشن فابریکې زرګونه کار کوونکو د خپل حفاظت په خاطر مظاهرې وکړې.

دوی ویل چې ګڼ کسان د تېرې یکشنبې د اور لګېدو په پېښه کې قرباني شول.

لومړني راپورونه وايي، چې په تازه اور کې اته کسان سخت سوځېدلي دي.

تر اوسه د اور لګېدو سبب هم نه دی معلوم شوی.

د بنګله دېش په تولیدي فابریکو کې اور لګېدنه ډېره شوې ده.

هر کال د کالیو جوړونې په فابریکو کې د اور لګېدو له کبله ګڼ کسان وژل کېږي.

په بنګله دېش کې نژدې ۴۵۰۰ فابریکې دي، چې تر دوو میلیونو ډېر کارګر په کې کار کوي.

په ۲۰۱۰ کال کې هم د کالیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له امله ۲۵ تنه وژل شوي وو، چې سبب یې د برېښنا د ناسمو مزیو کارول وو.

کالي د دغه هېواد د صادراتو ۸۰ سلنه برخه جوړوي، چې دغه هېواد ورنه هر کال ۲۴ ملیاردو پورې عاید تر لاسه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .