سوریه کې "خوشه یي بم ۱۰ ماشومان وژلي دي"

د خپريدو وخت: 20:34 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د سوریې حکومت وایي پوځ داسې وسلې نه لري او دا تورونه بې بنسټه بولي.

د سوریې فعالین وایی، یوې حکومتي جیټ جنګي الوتکې د ښوونځي په یوه لوبغالي بم اچولی او ۱۰ کوچنیان یې وژلي دي.

انټرنېټ ته رسېدلي انځورونه د ماشومانو جسدونه او پر سر یې د مېندو وير او ژړاوې ښيي.

حکومت مخالف فعالین وایي ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د دېرالسفیر په کلي کې مېګ الوتکې پر ښوونځي بم وغورځاوه.

د پلازمېنې شاو خوا سختې جګړې روانې وې. مخالفو یاغیانو د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه د یوې هوایي اډې ځينې برخې ونیولې.

په وېډیو کې دوې نجونې ښوول کېږي چې پر ځمکه پرتې دي او په بل انځور کې مور په روغتیایي مرکز کې دننه د خپلې لور د جسد د پاسه وير کوي.

په وروستیو میاشتو کې هغه ادعاوې په زیاتېدو دي چې د شخړې په پراخېدو سره د سوریې حکومت خوشه یي بمونه کاروي.

یو سوریایي فعال وایي د یکشنبې په ورځ دوه خوشه یی بمونه وغورځول شول. یوه بل کس د رویتر خبري اژانس ته ویلي چې ۷۰ خوشه یی بمونه یې شمېرلي دي.

حکومت د خوشه یي بمونو د کارولو رپوټونه نه مني.

د دېر السفیر د کلې اوسېدونکي ابو قاسم وویل په وژل شوو کې یو تن هم له ۱۵ کلونو زیات نه و. هغه زیاته کړه په برید کې ۱۵ تنه ټپي شوي دي، نوموړي داهم وویل چې په کلي کې جنګیالي نه وو.

د هغه په وینا جنګیالي له کلي بهر وو.

تېره میاشت د بشري حقونو ډلې هیومن رایتس واچ ویلي و، په دې وروستیو کې هغه وېډیویي رپوټونه زیات شوي دي چې د خوشه یی بمونو د کارونې شاهدي ورکوي، په ځانګړې توګه د مارات النومان د کلي شاو خوا دا ډول بمونه غورځول شوي دي.

د سوریې حکومت وایي پوځ داسې وسلې نه لري او دا تورونه بې بنسټه بولي.

مخالف فعالین په دې ګومان دي چې د شخړې له پیله یعنې د ۲۰۱۲م کال د مارچ راهیسې چې د ولسمشر بشار الاسد پرضد لاریونونه پیل شول، ۴۰ زره تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي په ګاونډیو هېوادنو کې د ثبت شوو او هغه کډوال چې ثبت ته انتظار دي شمېره ۴۴۲ زرو تنو ته رسېدلې ده.

نور ۲ نیم میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .