"سوریه کې دواړه غاړې د ولسي وګړو ژوند ته پام نه کوي"

د خپريدو وخت: 21:01 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

سوریه کې د ۲۰۱۲م کال د مارچ راهیسې ۴۰ زره تنه وژل شوي دي

د سره صليب نړيوالې کمېټې سوريه کې د جگړې له ښکېلو ټولو غاړو غوښتنه کړې چې د ولسي خلکو ژوند ته درناوى وکړي.

جينوا کې له خپل مرکزنه په خپره شوې اعلاميه کې د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي دي چې جگړه کوونکي د وگړو برخليک ته لږه پاملرنه کوي.

دغه غوښتنه لږ وروسته له هغه راځي چې مخالفو سوريي ډلو ادعا وکړه چې د ماشومانو د لوبو پر يوه ډگر د سوري حکومت د يوې جنگې الوتکې له لوري د کلستر يا خوشه يي بم د غورځولو له کبله لس ماشومان و وژل شول.

خو سوريي حکومت دغه ادعا رد کړه.

نړيوال سورصليب وايي سوريه کې تاوتريخوالي زور اخلي او په جگړه کې ښکېلې غاړې د ولسي خلکو ژوند ته لږه پاملرنه کوي.

د سره صليب اعلاميه د زرگونوهغو کسانو ژوند له کړاو او ناهيلې ډک بولي چې د خوړو، اوبو او دوا درملو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

ډير خلک په جگړو کې ايسار پاتې دي چې د سره صليب د نړيوالې کمېټې په باور دا گرانه شوې چې په کې د عسکرو او ملکي خلکو توپير وشي.

دغه کميټه وايي دا هم ورته گرانه ده چې د هغو ادعاوو پخلى وکړي چې گنې د ښوونځي ماشومان د خوشه يي ياکلسټر بم د غورځولو له امله مړه شوي دي.

خو د سره صليب د نړيوالې کميټې يوه وياند بي بي سي ته وويل، که چيري دغه ډول يو بريد واقعيت ولري ، نو دابه يوه ډيره جدي پيښه وي.

ځکه د جگړې قوانين څرگند دي او يوازي پرپوځي موخو گوزارونو ته اجازه ورکوي او پر ملکيانو او ملکي ودانيو بريدونه يې منع کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .