د اسراییلو دفاع وزیر له سیاسته لاس اخلي

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391
ایهود باراک

۷۰ کلن ایهود باراک له ۲۰۰۷ کال راهیسې د نوي حکومت تر جوړېدا پورې د اسراییلو ددفاع وزیر پاتې شوی.

د اسراییلو ددفاع وزیر ایهود باراک ویلي، چې په راتلونکې جنورۍ کې تر ټاکنو وروسته به له سیاسي ډګره لاس په سر شي.

ایهود باراک د۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د اسراییلو لومړی وزیر و.

نوموړي په پوځي او سیاسي بنسټونو کې د اوږد مهال لپاره کار کړی دی.

دغه اسراییلي وزیر په دفاع وزارت کې ۳۹ کاله کار کړی، ان تر هغه چې جګپوړي قومندان او بیا دفاع وزیر وټاکل شو.

نوموړي په کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو کې هم دنده مخته بېولې ده، همدارنګه لومړی وزیر او ددفاع وزیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې.

ایهود باراک د ۱۹۹۹ په ټاکنو کې بنیامین نتنیاهو ته ماتې ورکړه.

هغه خبریالانو ته ویلي، چې "غواړم مطالعه وکړم، لیکنې وکړم، او ښه ژوند ولرم. "

۷۰ کلن ایهود باراک له ۲۰۰۷ کال راهیسې د نوي حکومت تر جوړېدا پورې د اسراییلو ددفاع وزیر پاتې شوی.

ایهود باراک له پوځه د استعفا تر کولو وروسته، د اسحق رابین د حکومت له پلوري کارګر ګوند سره یوځای او د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.

په ۱۹۹۵ کال د رابین تر وژل کېدا وروسته، د شمعون پیریز په حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شو، ان تر هغه چې په ۱۹۹۶ کال حکومت نسکور شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .