له قبرونو را ايستل شوي

د خپريدو وخت: 21:02 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391
مشهورې څېرې

د فلسطين پخواني مشر ياسر عرفات مړی د هغو ادعاګانو سپيناوي په موخه له قبره را ايستل شوی، چې وايي ګنې دی وژل شوی و. د تاريخ په اوږدو کې د ډېرو نورو مشهورو او پېژندلو شويو کسانو جسدونه د ګڼو لاملونو له مخې له قبرونو راسپړل شوي دي.

۱. اوليور کروموېل

دی يو انګرېز سرتېری او دولتي سړی و، چې په ۱۶۵۸ کال کې مړ شو او جسد يې د ساتنې په موخه موميا شو. بيا يې د جنازې دولتي مراسم ترسره شول او ورپسې د "وېسټمنېسټر ابې" هديره کې خاورو ته وسپارل شو. په ۱۶۶۰ کال کې انګرېزۍ پاچاهۍ ته د واکمنۍ له ستنېدا وروسته دی او دوه نور له قبرونو را وايستل شول، او سرونه يې ترې پرې شول. داسې باور دی چې جسد يې د اعدام ځای کې يوې کندې ته غورځول شوی وي، چې نن ورځ د لندن ماربل ارچ سره نژدې دی. سر يې پر يوه پايه تړلی او د وېسټ منسټر پر بام نندارې ته ايښودل شوی و. د ۱۸ پېړۍ اوږدو کې د ساتنې لپاره د ټولولو توکی ګڼل کېده. په ۱۸۱۵ کال کې يې د سر ارزونه وشوه، او د دې پخلی وشو، چې همدا د کروموېل سر و.

۲. جېسي جېمز

په دې اړه ګونګونسي خورا زيات شوي وو، چې بدنومي امريکايي لار شکوونکي په ۱۸۸۲ کال کې خپل مرګ جعلي جوړ کړی و. نو هغه مړی چې ګومان کېده د همده و، په ۱۹۹۵ کال کې د (DNA) ازموينو لپاره را وايستل شو. ازموينو وښوده، چې دا په ريښتيا د همده جسد و، ځکه (DNA) يې د کورنۍ له کسانو سره يو ډول وو. خو دوه نور مړي بيا وروسته را وايستل شول، چې يو په کې هغه کس و، چې پر ژوند يې دعوا کوله ګنې ريښتينی (جېسي جېمز) و.

۳. هېلې سېلاسيې

هېلې سېلاسيې

هېلې سېلاسيې ۴۵ کلونه پر ايتوپيا واکمني کړې وه

دی د ايتوپيا وروستی امپراتور و. په ۱۹۹۲ کال کې وروسته له هغه چې معلومه شوه د اديس ابابا امپراتوري ماڼۍ کې تر يوه کمود لاندې ښخ شوی، بيا را وايستل شو. هېلې سېلاسيې ۴۵ کلونه پر ايتوپيا واکمني کړې وه، او راسټافاريانو يو ژوندی خدای ګاڼه. دی د ديکتاتور مېنګېسټو هېلې مريم له خوا په ۱۹۷۴ کال په يوه کودتا کې راوپرځول شو، او بيا يې له مرګ مخکې په ماڼۍ کې د يو کال لپاره د بندي په توګه ساتل کېده. داسې فکر کېږي چې دی کېدی شي د خپلو نيوونکيو له خوا وژل شوی وي. په ۲۰۰۰ کال کې چې پر مرګ يې څه د پاسه ۲۵ کلونه تېرېدل، دی بيا د اديس ابابا په ټرينيټي کاتيدرال يا کليسا کې ښخ کړی شو.

۴. ايويټا

د ارجنټاين ولسمشر خوان پېرون مېرمن وه او له مرګ وروسته موميا کړی شوې وه. خو د ۱۹۵۵ لسيزې نيمه کې له پوځي کودتا وروسته د دغه هېواد نويو مشرانو يې غوښتل دغه جسد له مخې لرې کړي. د بوينوس ايرس د يوې سوداګريزې ټولنې له مرکزه د شپې په نيمه کې لرې کړی شو. په ۱۹۵۷ کال کې د واټيکان په پټه مرسته دا د ايټاليا په ميلان کې په جعلي نامه ښخه کړی شوه. په بوينوس ايرس کې د ايويټا پېرون د جسد په اړه پوښتنې راپورته شوې. په ۱۹۷۱ کال کې يې جسد له قبره وايستل شو، او په ماډريډ کې د خوان پېرون نوي کورته ولېږدول شو. دوه کاله وروسته دی بيا د ارجنټاين ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو وروسته مړ شو. د ده درېيمې مېرمنې اېزابېل، ارجنټاين ته د ايوېټا د جسد بېرته ستنولو بهير څارنه وکړه، چې اوس د خپلې کورنۍ په مقبره کې پرته ده.

۵. چارلي چاپلېن

د دغه کومېډي ستوري جسد د ۱۹۷۸ کال مارچ کې دوو سړيو له قبره را وايست، بيا يې د جوارو پټيو کې ښخ کړ او د چاپلېن له قانوني وکيله يې د فديې په غوښتلو پيل وکړ. ده د خپل ژوند وروستي ۲۵ کلونه د سويټزرلنډ "کورسېر سور وې وې" کلي تېر کړي وو. د دغه کلي له هديرې چې دی اخيستل شوی و، ۳ مياشتې وروسته د پولنډ او بلغاريا کډوالو د قبر دغو غلو په نيولو، بېرته خپل قبر ته ستون کړی شو. خو دا ځل يې پر سر ګونبزه ووهل شوه، چې کانکريټ نور وسره ځواکمن شي.

۶. اليزابېت سيډال

کله چې د انګرېز هنرمند او شاعر ډانتې ګابرېيل روزېټي مېرمن په ۱۸۶۲ کال کې د نشه يي توکيو زياتې کچې کارونې له امله مړه شوه، روزېټي يې ترڅنګ د خپلو شعرونو يو کتاب هم ښخ کړ. څو کلونه وروسته چې د سترګو ليد يې کمزوری شو او د ده لپاره يې د انځورګرۍ چاره سخته کړه، پرېکړه يې وکړه چې خپل شعرونه بېرته راوباسي. د دغه کار لپاره ده له کورنيو چارو وزارته اجازې ته اړتيا درلوده، ځکه چې د قبرونو غلاوې هغه مهال لويه ستونزه وه. اجازه ورکړل شوه، خو روزېټي غوښتل دغه ګام يې هر څومره چې امکان وي، پټ وساتي. د لندن په "های ګېټ" هديره کې د قبر ډبرينه تخته لرې شوه، تابوت پرانيستل شو، او د شعر نسخه را وايستل شوه. ويل کېږي چې دی نهيلی شو، ځکه هغه شعر چې ده تر ټولو دېر غوښت په هر پاڼه کې يې د چينجي لوی سوری و، خو له قبر راسپړنې سره يې د شعرونو مهمه برخه ورسره راوسپړل شوه.

۷. ماري کيوري

د ماري کيوري او د دې د مېړه پيېر ايري په ۱۹۹۵ کال کې له يوې وړې هديرې په پاريس کې پانتېين ودانۍ ته ولېږدول شوې. دا د دې د کار او ژوند درناوي په موخه وشول. په پولنډ کې زېږېدلې دغې ساينس پوهې د نوبل دوه جايزې اخيستې وې، او د رېډيېشن يا وړانګې ايستنې په اړه يې بې ساری کار کړی و. دا په ۱۹۳۴ کال کې د وينې سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه، چې له رېډيېشن سره له مخامخېدو ورته پيدا شوې وه.

۸. کرېسټوفر کولومبوس

د کولومبوس انځور چې امريکا په کې د اسپانيا بولي.

کرېسټوفر کولومبوس په خپل وصيت کې غوښتنه کړې وه، چې په امريکا کې ښخ کړی شي، خو په ۱۵۰۶ کال کې يې د مرګ پر مهال هلته کومه مناسبه کليسا نه وه، نو دی په لومړيو کې د اسپانيا په والاډوليد ښار کې ښخ شو او بيا په ساويي کې يوې صومعې ته ولېږدول شو. خو په ۱۵۴۲ کال کې دغه جسد را وايستل شو، او هېسپانيولا ته ولېږل شو چې هلته په سانټا ډومينګو (اوس د ډومينېکن جمهوريت پلازمېنې) کې ښخ شو. د ۱۷ پېړۍ په پای کې اسپانيا د هېسپانيولا لوېديځه برخه فرانسې ته پرېښوده، چې ورسره د کولومبوس جسد کيوبا ته ولېږدول شو. بيا کله چې کيوبا په ۱۸۹۸ کال کې خپلواکه شوه دغه جسد د وروستي ځل لپاره له اټلانټيک واوښت، او د ساويي کاتيډرل کې ښخ شو. لږترلږه دا يو منل شوې نظريه ده. خو په ډومينکن پلازمېنه کې په کولومبوس څلي کې د هډوکيو يو داسې صندوق شته چې "کرېسټوفر کولومبوس" نوم پرې کښل شوی دی. هغو څېړونکيو چې په ساويي کې يې له پراته جسده د (DNA) بېلګې اخيستې د کولومبوس د ورور ډييېګو له (DNA) سره ورته دي. خو په سانټو ډومينګو کې د پاتې شونو ازموينه هېڅکله هم نه ده شوې.

۹. ويرجينيا پوی

وېرجينيا کلېم له خپل لومړي تربره امريکايي ليکوال اېډګار الن پوی سره په ۱۳ کلنۍ واده وکړ، او په ۱۸۴۷ کال کې په ۲۴ کلنۍ له توبرکلوز يا نري رنځ ناروغۍ مړه شوه. دا په لومړيو کې د خپلې کورنۍ مقبره کې ښخه شوه. د (پويانو) دغې کورنۍ له فيلاډلفيا سره نژدې فورډام کې خپلې جونګړې په کرايه ورکولې. په ۱۸۷۵ کال دغه هديره ونړول شوه، او څو کلونه وروسته د (پويانو) دغې کورنۍ يوه ژوند ليکونکي وېليم جېل د دې هډونه واخيستل. جېل يو څه وخت دغه هډوکي په يوه صندق کې تر خپل کټ لاندې وساتل. دغه هډونه ۵ کاله وروسته له خپل مېړه سره په يو قبر کې ښخ شول، چې په ۱۸۷۵ کال کې د دغې ليکوالې لپاره جوړ شوی و، او دغه ځای اوس په بالټيمور کې د ماريلنډ قانون پوهنتون برخه دی.

۱۰. چې ګيوارا

چې ګيوارا پاڅوني مشر چې د فېډل کاسټرو ملګری و، په ۱۹۶۷ کال په بوليويا کې ونيول شو او په ډزو ووژل شو.

په ارجنټاين کې زېږېدلی دغه کيوبايی پاڅوني مشر په ۱۹۶۷ کال کې په بوليويا کې ونيول شو او په ډزو ووژل شو. د کلونو لپاره د ده د جسد کره ځای پټ ساتل شوی و، بيا په ۱۹۹۵ کال کې د يوه بوليويايي جنرال له خوا چې په وژنې عملياتو کې يې ښکېل و دغه ځای څرګند شو. ده وويل چې دی د يو هوايي ډګر د ځغاست کرښې تر څنګ ښخ شوی، له هغه ځای سره نژدې چې په کې وژل شوی و. دوه کاله وروسته چې د مرګ له ۳۰ مې کليزې سره يې سمون درلود، د ده جسد را وايستل شو، او کيوبا ته واستول شو. اوس دغه جسد د ګيوارا مقبره او موزيم کې پروت دی، چې د نندارچيانو پر وړاندې پرانيستی دی. خو ځينې پوښتنې راپورته شوې چې په ۱۹۹۷ کال کې دغه را ايستل شوی جسد د همده و که څنګه؟

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .