"حرم سلطان" اردوغان په غوسه کړ

د خپريدو وخت: 10:04 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

اردوغان زیاتوي، چې "سلطان سلیمان د اس پر شا ۳۰ کاله په جګړه او فتوحاتو کې تېر کړل."

د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان د "ښکلي پېر" په نامه تلوېزیوني سریال، یا لکه په عربي او نوره نړۍ کې چې په "حریم سلطان" یا "حرم سلطان" مشهور دی، سخت په غوسه کړی او پر دغه سریال یې سخته نیوکه کړې ده.

دغه ترکي مشر ویلي، چې "زموږ پلرونه داسې نه وو، لکه په دغه سریال کې چې نځور شوي دي."

د ترکیې په کوتاهیه سیمه کې د هوايي ډګر او ځینو نورو پروژو د پرانیستلو پرمهال وویل: "په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې د وګړو شمېر یې نهو میلیاردونو ته رسېږي، موږ باید پوی شو چې زموږ دنده څه ده، د ځمکې هرې هغې برخې ته ځو، چې زموږ پلرونه د اسونو په مټ ور رسېدلي وو. او موږ دغو سیمو ته ډېر اهمیت ورکوو."

هغه دا هم ویلي، چې "موږ سلطان سلیمان قانوني په هغه بڼه نه پېژنو، لکه په دغه سریال کې چې انځور شوی دی."

اردوغان زیاتوي، چې "سلطان سلیمان د اس پر شا ۳۰ کاله په جګړه او فتوحاتو کې تېر کړل."

دغه ترکي مشر ددا ډول تلوېزیوني سریال پر تولیدوونکو سخته نیوکه وکړه، او تمه یې وښوده، چې پر وړاندې یې قضايي فرمان صادر شي.

بل خوا، د اردوغان د خبرو په غبرګون کې د ترکیې د کلتور او سیاحت وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د ترکي سریالونو له لوري دغه هېواد ته ۶۵ میلیون ډالر ګټه رسېدلې ده، او نژدې ۱۵۰ میلیون مینه وال او کتونکي لري.

د "حرییت" ورځپاڼې وېبپاڼې د کلتور وزارت د فکري ملکیت د برخې د رییس عبدالله جیلیک له قوله ویلي، چې"د ۲۰۱۰ په پا کې موږ د تلوېزیوني سریالونو په برکت د ۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت عواید ترلاسه کړل."

دغه تلوېزیوني ډرامه په ۲۰۱۰ کال کې ترکیه کې جوړه شوه، چې د یوې برخې په جوړېدو یې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر ولګېدل.

"حریم د سلطان د کورنۍ هغه ځانګړی ځای دی چې له دوی پرته نور څوک په کې نه اوسېدل، هلته ورننوتو، باور کوم چې پر موږ له همدې ځایه نیوکه پیل شوې ده."

میرال اوکای

په ترکیه کې یې تر لومړي ځل خپرېدا وروسته، سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو خلکو د تاریخ له واقعیتونو لیرې وباله.

ددغه سریال پرضد تر ۷۰ زرو ډېر شکایتونه د ترکیې د تلوېزیون او رادیو جګپوړې شورا ته وړاندې شول.

بیا خبره تردې راورسېده، چې ځینو ترکانو د ترکي "شو ټي وي" ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه، چې په لومړي ځل ددغه تلوېزیون له پردې خپور شوی و، خوسا هګۍ یې پر تلوېزیوني ودانۍ وویشتلې.

منتقدینو له دې کبله نیوکه کوله، چې ګني په سریال کې سلطان سلیمان القانوني د شراب څښونکي او لا ابالي شخصیت په بڼه راڅرګند شوی، خو په عین حال کې یو ځیرک او د برم څښتن ښودل وی دی.

خیالي کیسه

همدارنګه، ګوت نیوونکو دا هم ویل، چې په دې ډرامه کې ښځې سلطان له ښځو ټول حقونه اخیستي، ان ځینو ترکي نقادانو دا هم ویلي وو، ګې په ډرامه کې یوازې د سلیمان القانوني د ژوند پرمهال د ځینو کسانو له نومومو پرته د هغه د ژوند انځور کېدی نه شي، بلکې په وینا یې دا ډرامه د یوې خیالي کیسې په بڼه لیکل شوې او ثبت شوې ده.

اوکای میرال

اوکای میرال د روان ۲۰۱۲ د اپریل پر ۱۴مه پخپل کور کې د بډوډي د سرطان ناروغۍ له کبله د ۵۳ کالو په عمر ومړه.

د ډرامې لیکواله "میرال اوکای" د ډرامې تر لیکلو څو اوونۍ وروسته ومړه، خو تر مړینې مخکې یې ویلي وو چې: "حریم د سلطان د کورنۍ هغه ځانګړی ځای دی چې له دوی پرته نور څوک په کې نه اوسېدل، هلته ورننوتو، باور کوم چې پر موږ له همدې ځایه نیوکه پیل شوې ده."

"خو هلته زموږ په ورتګ سره سلطان موږ یو داسې تاریخي شخصیت انځور کړی، چې ډېر درناوی ورته لرو، خو په خوا کې یې یو. موږ د یوه انسان په بڼه انځور کړی، چې وېرېږي هم، په غوسه کېږي هم او مینه هم کوي."

میرال اوکای په ۱۹۵۹ کال په انقره کې زیږېدلې، ګڼې دندې یې ترسره کړې، ان تر دې چې د پنځو ډرامو او نهو فلمونو سکرپټونه یې ولیکل چې مشهور یې همدا سریال دی ("لویه پېړۍ یا ښکلی پېر" چې په عربي کې په حریم السطان یا حرم سلطان- ژباړل شوی، دغه سریال په ۱۲ ژبو په ۴۵ هېوادونو کې ژباړل شوی دی).

د هغې "د مینې ماڼۍ" او "نارین" ډرامې هم ډېرې مشهورې دي.

اوکای میرال د روان ۲۰۱۲ د اپریل پر ۱۴مه پخپل کور کې د بډوډي د سرطان ناروغۍ له کبله د ۵۳ کالو په عمر ومړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .