دمشق کې دوو موټر بم چاودنو ۳۴ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:50 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

د حکومت د مخالفانو یوې ډلې ایل سي سي مسوولینو ویلي، چې په پلازمېنه او شاوخوا کې یې د جګړو له امله ۴۸ کسان وژل شوي دي.

سوریه کې دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه دمشق کې دوې چاودنې شوې. په رپوټونو کې ویل شوي، چې چاودنې د دمشق په سویل ختیځ کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

د سانا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه چاودنې (ترهګرو) کړې.

د دې ادارې په رپوټ کې ویل شوي، چې په چاودنو کې د سیمې ډېر اوسیدونکي وژل شوي او يا ټپیان دي. د رپوټ له مخې ویل کېږي چې په سیمه کې کورونو او دکانونو ته هم زیان اوښتی.

د بشرې حقونود سازمان ایس او ایچ چې مرکز یې په برتانیا کې دی، مسوولین وايي په چاودنو کې ۳۴ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

په ټلویزیوني رپوټ کې د اطفايې کارکوونکي لېدل کیږي، چې په دوو ګاډو کې لګېدلی اور وژني.

په جرمانه کې په ورته مهال د بمونو دوې کوچنۍ چاودنې شوې، چې له امله یې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له جرمانې څخه د بي بي سي خبریال وايي په دغه ځای کې د دولتي پوځ او حکومت مخالفانو تر منځ نښتې شوې.

په دا وروستیو کې د دمشق په څنډو کې د نښتو رپوټونه ورکړل شول.

په جرمانه کې اکثر اوسیدونکي دروز او عیسویان دي. په رپوټونو کې ویل شوي، چې په دغه ځاي کې حکومت پلوه کسانو د حکومت مخالفانو په ضد وسله والې ډلې جوړې کړې دي.

"د بشار الاسد حکومت مخالفان وايي د ۲۰۱۱ په مارچ کې د دغه هېواد د حکومت په ضد د مقاومت له پیل کېدو راهیسې تر اوسه پورې سوریه کې له۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي."

د اکتوبر په ۲۹ په دې سیمه کې په یوه ګاډي کې نصب بم وچاود، چې له امله یې ۱۱ کسان ووژل شول.

د حکومت د مخالفانو یوې ډلې ایل سي سي مسوولینو وویل، چې په پلازمېنه او شاوخوا کې یې د جګړو له امله ۴۸ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته په رپوټونو کې ویل شوي، چې په ټوله سوریه کې ۱۳۱ کسان وژل شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د بشار الاسد حکومت مخالفان وايي د ۲۰۱۱ په مارچ کې د دغه هېواد د حکومت په ضد د مقاومت له پیل کېدو راهیسې تر اوسه پورې سوریه کې له ۴۰ زره زیات کسان وژل شوي دي.

د ایل سي سي په وینا د خپلواکې سوریې پوځ د دمشق په سویل کې په یوه هوايي ډګر برید وکړ او په دې سیمه کې یې د حکومتي پوځ یو شمېر بریدونه په شا وتمبول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .