"د سګرټ ضد کمپاین لګښت باید تمباکو شرکتونه ورکړي"

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

ویل شوي چې د تمباکو کارولو له امله په اوسط ډول هره ورځ نژدې ۱۲۰۰ امریکایان مري.

د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه قاضي له دې امله د تمباکو یو شمېر شرکتونو ته د سګرټ څکلولو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د پېسو ورکولو امر کړی، چې د نوموړي په خبره پخوا یې په دې اړه خلک(غولولي) وو.

په دې امر کې ( اصلاحي څرګندونو) اقتباسونه ورکړل شوي او شرکتونو ته ویل شوي، چې باید د دوو کلونو په موده کې یې عملي کړي. دغه پیغامونه به کومې رسنۍ خپروي او لګښت به یې څومره وي، تر اوسه معلومه نه ده.

تمباکو شرکتونه د دې پرېکړې خلاف عارض کېدای شي. یو شمېر شرکتونو ویلي، چې د دې پرېکړې په اړه مطالعه کوي. سیمه ییز قاضي ګلیډر کېسلر دغه پرېکړه د امریکا د عدلیې وزارت د وړاندیزونو پر بنسټ کړې.

له هرې څرګندونې مخکې باید وویل شي، چې تمباکو شرکتونو د تمباکو کارولو په اړه د امریکا خلک په لوی لاس غولولي دي. په یوه بیان کې ویل شوي، چې د تمباکو کارولو له امله په اوسط ډول هره ورځ نژدې ۱۲۰۰ امریکایان مري.

یو بل بیان داسې دی"چې مدعي علیه، تمباکو شرکتونو په لوی لاس داسې سګرټ جوړ کړي، چې ډېر نشه کوونکي دي."

قاضي کېسلر د دغه کمپاین امر په ۲۰۰۶ کال کې ورکړ. ده وویل چې ګواکې تمباکو شرکتونو په لوی لاس د تمباکو کارولو زیانونه پټ کړي وو. له هغه وروسته د نوموړي د دې څرګندونې په اړه اوږده بحثونه پیل شول.

"بالاخره رښتیا ویلو ته د تمباکو شرکتونو تمایل رامنځ ته کول د دوی د ورانکاریو یوه کوچنۍ بیه ده."

میتیو مایرز

تمباکو شرکتونو د دې لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې باید د(غولولو) اصطلاح ونه کارول شي. د دوی په خبره دغه ډول څرګندونې په زور اخېستل شوي ولسي اعترافونو ته ورته دي.

د عدلیې وزارت به د تمباکو شرکتونو د مسوولینو په ګډون په دې اړه بحث پیل کړي، چې دغه څرګندونې د سګرټو په ډبلیو، ویب پاڼو، ورځپاڼو او ټلویزیونو کې څه ډول خپرې شي.

له تمباکو کارولو څخه د ماشومانو د ژغورلو د کمپاین مشر میتیو مایرز دغه څرګندونې خورا مهمې بولي. د نوموړي په خبره له دې سره به دا مساله حل شی، چې تمباکو شرکتونه باید څه ووايي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .