م.م فلسطین د څارونکي په توګه ومانه

د خپريدو وخت: 05:04 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

ترکیې د رای اچونې په پایلو خوښي ښودلې ده، او د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو یې ویلي چې "په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني دولت د څارونکي په توګه پرېکړه د ګرمو هڅو پایله ده."

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۱۳۸ غړو هېوادونو فلسطین ته د یوه څارونکي هېواد په توګه مثبت رایه ورکړه، نهو هېوادونو یې مخالفت وکړ او ۴۱ نورو بیا له رایې ورکولو ډډه وکړه.

په دې سره فلسطین د ملګرو ملتونو څارونکی شو، خو غړیتوب یې لاتراوسه نه دی ترلاسه کړی.

په مثبت رایه ورکوونکو هېوادونو کې ۱۷ اروپايي هېوادونه وو (اتریش، فرانسه، ایټالیا ناروې او اسپانیا...).

د فلسطیني کورواکې ادارې مشر محمود عباس ډېره هڅه وکړه، چې اروپايي هېوادونه قانع کړي، او د فلسطین د څارونکي هېواد په پلورۍ مثبت رایه ورکړي.

خو برتانیا او جرمن او یو بل هېواد له رایې ورکولو ډډه وکړه.

په منفي رایه ورکوونکو هېوادونو کې د چیک جمهوریت، امریکا، اسراییل او کاناډا وو.

اورلوبې

فلسطینیانو په لوېديځه تراډه او غزه کې د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې خوشالۍ او اورلوبې وکړې.

او په غزه کې، د حماس د حکومت مشر اسمعیل هنیه ویلي، چې "زموږ د ولس په اړه د هر ډول سیاسي لاسته راوړنې ملاتړ کوو، په دې شرط چې د اشغالګرو سوبه په کې نه وي، او زموږ ستراتیژيک ټینګښت په پام کې په کې نیول شو وي."

خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، په ملګرو ملتونو کې د څارونکي په توګه د فلسطیني دولت منل "د تاسف وړ خبره ده، او برعکس پایلې به ولري."

فلسطین له ډېر وخت راهیسې دې موخې ته د رسېدو هڅې کولې.

ترکیې د رای اچونې په پایلو خوښي ښودلې ده، او د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو یې ویلي چې "په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني دولت د څارونکي په توګه پرېکړه د ګرمو هڅو پایله ده."

داود اوغلو ویلي "فلسطین په انساني ضمیر کې یو ټپي غړی دی. نن فلسطیني ولس ته دا ډاډ ورکولی شو، چې تر څو کلني ذلت وروسته بېرته خپل کرامت ترلاسه کړي. فلسطینیانو ته ددغه حق په ورکولو کې د مانع لپاره هېڅ ډول اخلاقي، سیاسي او قانوني لاره نه شته."

د اسراییلو نیوکه

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په قدس کې د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې ده.

نوموړي ویلي: "دا پرېکړه به پر ځمکه هېڅ شی بدل نه کړي، د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره به هېڅ رامنځ ته نه کړي، بلکې وبه یې ځنډوي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .