له القاعدې سره جګړه د امریکا څو کلن لومړیتوب دی

د خپريدو وخت: 08:13 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

پنېتا: "د القاعدې شبکې جګړه به روانه وي او افغانستان به پرېنږدو چې یوځل بیا د القاعدې د خوندي مرکز په توګه وکارول شي."

د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې له القاعدې شبکې سره د جګړې لومړیتوب به یې تر څو کالو پورې دوام وکړي.

لیون پنېتا دا هم ویلي، چې شاید القاعده شبکه په افغانستان کې نویو بریدونو ته ملا وتړي.

خو د دفاع وزارت (پنتاګان) یوه بل وکیل ویلي، چې د القاعدې شبکې ضد جګړه باید بې پایه ونه ګڼل شي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو له القاعدې سره د امریکايي مبارزې په تړاو پنېتا خبریالانو ته څرګند څه ونه ویل.

له نوموړي دا پوښتنه هم وشوه، چې امریکا خو له القاعدې شبکې سره مبارزه کوي، خو د وسله والو طالبانو ضد جګړې تګلاره به یې هماغه وي او که به بدله شي؟

نوموړي یې په ځواب کې یوازې دا وویل چې: "د القاعدې شبکې ضد جګړه به روانه وي او افغانستان به پرېنږدو چې یوځل بیا د القاعدې د خوندي مرکز په توګه وکارول شي."

بل خوا، امریکايي دفاعي وکیل جي جانسن ویلي، چې د القاعدې شبکه به "یوه ورځ ارومرو له منځه ځي، او امریکا به د القاعدې په له منځه تلو سره په وسله واله جګړه کې ځان ښکېل نه کړي."

دغه امریکايي وکیل دا څرګندونې د برتانیا د اکسفورډ پوهنتون یوې غونډې ته چمتو کړې، خو رویټرز یې متن خپور کړی دی.

جانسن ویلي، د القاعدې په ماتولو کې د امریکايي هڅو ۱۲ کاله پوره کېږي، او "موږ باید له خپل ځانه وپوښتو، چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر له ۱۱ راپیل شوې دا جګړه به څرنګه پایته رسېږي؟ "

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې واشنګټن په ۲۰۱۴ افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د پاتې کېدونکو پوځيانو پر شمېر غور کوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره امریکايي ځواکونه مېشت دي، خو داسې وړاندوېینې دي، چې شاید ۱۰ زره یې پاتې شي.

امریکایی ولسمشر بارک اوباما به ددغو پاتې کېدونکو پوځيانو شمېر په راتلونکو څو اوونیو کې اعلان کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .