پنتاګان بهر ته سلګونه پوځي جاسوسان استوي

د خپريدو وخت: 10:52 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391
پنتاګان

نوي جاسوسان به د جاسوسۍ اوامر یوازې د پنتاګان په امر عملي کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو ددفاع وزارت د نړۍ تر سمندرونو ورهاخوا د خپلې جاسوسي شبکې د پراخولو په موخه د سلګونه جاسوسانو د ګمارلو هوډ کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت غواړي، چې د دفاعي څارګرو شبکه یې د سي ای اې شبکې تر فعالیت ډېر کار وکړي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي، د پوځي استخباراتي شبکې پراخه کولو هدف دا دی، چې د تېرې پېړۍ په دوو جګړو کې استخباراتي شبکه له ننګونو سره مخامخ وه.

تمه کېږي، چې په پوځي استخباراتو کې نژدې ۱۶۰۰ کسان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې وګمارل شي.

په وروستیو کلونو کې د امریکا د استخباراتي شبکې د عناصرو شمېر ایله څو سوه کېده، خو دا لومړی ځل دی چې په ډېرې شمېرې سره استخباراتي عناصر ګماري.

په دغو کسانو کې داسې استخباراتي عناصر هم ګمارل کېږي، چې په پټه نه، بلکې په ښکاره ډول به د جاسوسۍ کارونه مخته وړي.

خو چارواکو ټینګار کړی دی، چې دغه پراختیا به د پنځو کلونو په اوږدو کې دداسې جاسوسانو یو نسل جوړ کړای شي، چې په پټه استخباراتي کارکونه وکړي.

پوځي استخبارات په افریقا کې د وسله والو اسلامپالو په اړه د مالوماتو ترلاسه کولو دنده هم لري.

دغه ټول ګمارل کېدونکي جاسوسان به د سي آی اې له خوا روزل کېږي، چې غالباً د خاصو مشترکو عملیاتو تر مشرۍ لاندې به فعالیت کوي.

خو د جاسوسۍ اوامر به یوازې د پنتاګان له لوري ورکول کېږي.

چارواکو دې ته هم اشاره کړې ده، چې د پنتاګان اړوند استخباراتي شبکې له لومړیتوبونو دا هم دی، چې په افریقا کې د وسله والو اسلامپالو ډلو، له شمالي کوریا او ایران څخه د وسلو د لېږد او په چین کې د پوځي پرمختګ په اړه مالومات راغونډ کړي.

پنتاګان دغو ګمارل کېدونکو کسانو ته د پټ دفاعي سازمان نوم ورکړی، چې د امریکا د استخباراتي فعالیتونو تر ټولو لویه ګمارنه به وي.

خو د "سي ای اې" پرخلاف د پوځي استخباراتو سازمان به د مالوماتو له راغونډولو لیرې پټ عملیات نه کوي، لکه د بې پیلوټه څارګرو الوتکو بریدونه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .