مرسي د اساسي قانون لپاره د ټول پوښتنې نېټه اعلان کړه

د خپريدو وخت: 05:22 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

خو ولسمشر مرسي پر ټولو مصريانو غږ وکړ چې په ټول پوښتنه کې گډون وکړي، که د اساسي قانون له نوې مسودې سره جوړ دي او که نه،

د مصر ولسمشر محمد مرسي د نوي اساسي قانون د ناندرييزې مسودې په تړاو د ټولپوښتنې نېټه اعلان کړه، ښاغلي مرسي دا اعلان د اساسي قانون د ليکونکي پلاوي، په وړاندې وکړ، چې غوڅ ډېرکى غړي يې اسلامپالي دي.

ښاغلي مرسي دا د مصر په تاريخ کې يو نوى باب وبالۀ:

" همدا نن د قانون په مسودې د ټولپوښتنې نېټه اعلانوم، او دا د شنبې ورځ ده چې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر ۱۵ نېټې سره سمون خوري د الله تعالى په دربار کې دعا کوم او هيله لرم چې دا د دېموکراتيکه او خپلواکه مصر په تاريخ کې يوه نوې ورځ وي."

د اساسي قانون ليکونکي پلاوي تېره پنجشنبه په بيړه د مصر د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه رايه ورکړه او ټولې مادې يې ومنلې، خو د پلاوي ليبرال، سيکولار او يا په مذهب نه ولاړ او همداراز مسيحي غړو د رايې ورکونې له بهير سره پرېکون وکړ چې د دوى په وينا په مسودې کې راغلي بدلونونه په دوى تپل شوي.

د اساسي قانون مسودې سربېره په دې وروستيو کې د ولسمشر له خوا ورکړل شوي يوۀ فرمان هم سخت احتجاجونه راوپارول چې ولسمشر ته يې پرخ واکونه ورکول.

"موږ مصريانو له لسيزو د دې خوب ليده، چې خلک د واک سرچينه ده، ما همدا غوښتل او زه همدا په دې قانون کې وينم، دا به يو رښتيني دېموکراسي رامنځ ته کړي."

خو ولسمشر مرسي پر ټولو مصريانو غږ وکړ چې په ټول پوښتنه کې گډون وکړي، که د اساسي قانون له نوې مسودې سره جوړ دي او که نه، ښاغلي مرسي وويل مصريان بايد د ترينگلتيا دغه پړاو تر شا پرېږدي، او د مصر نوى اساسي قانون په ريښتونې دموکراسي رامنځ ته کړي:

" موږ مصريانو له لسيزو د دې خوب ليده، چې خلک د واک سرچينه ده، ما همدا غوښتل او زه همدا په دې قانون کې وينم، دا به يو رښتيني دېموکراسي رامنځ ته کړي."

ټاکل شوې چې د مصر د اساسي قانون محکمه نن د اساسي قانون د ليکونکي پلاوي په اړه خپله پريکړه اعلان کړي، خو دا لا نه ده څرگنده چې د محکمې له خوا د د دې بنسټ د ړنگولو احتمالي پرېکړه به د ټولپوښتنې پر بهير اغېز پرې باسي او که نه.

په مصر کې د بي بي سي خبريال جان لاين وايي راتلونکې دوې اوونۍ به له ترينگلتيا ډکې وي ځکه مصريان نه يوازې د اساسي قانون بلکې د مصر د راتلونکې په تړاو رايې ورکونې ته چمتووالى نيسي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .