فلوریډا کې پاکستانیان د "ترهګرۍ په تور" نیول شوي

د خپريدو وخت: 11:34 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391
فلوریډا

که چېرې پر نیول شوو لګول شوي تورونه ثابت شي، د ټول عمر لپاره بند کېدلی شي.

د امریکایوه تلویزیوني ویلي، چې په فلوریډا ایالت کې پولیسو دوه پاکستاني وګړي –چې وروڼه دي- د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي دي.

پولیسو ویلي، چې دوی په امریکا کې د بریدونو نیت درلود او د ترهګرو مالي ملاتړ ته یې لارې برابرولې.

نیول شوي کسان ۲۰ کلن رییس علم غازي او د هغه ورور ۳۰ کلن شهریار علم غازي ښودل شوي، چې په لودردایل کې نیول شوي دي.

پر دوی تور دی، چې د تېر ۲۰۱۱ په جولای کې یې د ترهګریز فعالیت لپاره د سرچینو موندلو هڅه کوله، او د امریکا په یوه نامالوم ځای کې یې د برید پلان جوړ کړی و.

امریکايي رسنیو ویلي، چې دغه نیول شوي پاکستاني ځوانان به فدرالي محکمې ته حاضر کړل شي، چې په پام کې ده د روان دسمبر پر اوومه پیل شي.

دوی وايي، که چېرې تورن پړه وختل، شاید په عمري بند محکوم شي.

په وروستیو کې هم امریکا یو بنګالی قاضي محمد رضوان احسن نفیس د ورته تور په پلمه ونیو، چې ویل کېدل په نیویارک کې یې د فدرالي احتیاطي بانک ودانۍ الوځولو نیت درلود.

۲۱ کلن نفیس د قاضي کارول باغلي پر وړاندې پرې ټول لګول شوي تورونه رد کړل.

قاضي د نوموړي په بند ټینګار کاوه، خو که چېرې پرې لګول شوي تورونه ثابت شي، شاید د ټول عمر لپاره بندي شي.

امریکايي امنیتي سرچینو ویلي وو، چې نفیس د امریکا د ورانولو خوب لیدلی و، او پخپله یې د بارک اوباما د وژلو نیت درلود.

پولیسو د هغه له قوله دا هم ویلي، چې ګنې د سخت دریځۍ الهام یې د القاعدې شبکې له افکارو څخه اخیستی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .