کولمبیا وايي د فارک ۲۰ غړي یې وژلي

د خپريدو وخت: 12:34 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391
فارک یاغیان

په ۲۰۰۱ کال د فارک جنګیالیو شمېر نژدې ۱۶۰۰۰ ښودل شوی و، خو باور کېږي، چې دغه شمېره اوس ۸۰۰۰ ته راټیټه شوې ده.

د کولمبیا پوځ ویلي، چې د فارک یاغیانو پر یوه کمپ یې د لاسي بمونو په برید کې ددغې ډلې ۲۰ غړي وژلي دي.

پوځ ویلي، چې دا د سولې د خبرو تر پیلېدا وروسته دغې یاغي ډلې ته تر ټولو لوی ګوزار دی.

د فارک یاغیانو او حکومت ترمنځ د تېر اکتوبر پرمهال په اوسلو کې د سولې خبرې پیل شوې.

د عملیاتو قومندان جنرال لیوناردو باریرو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د یاغیانو کمپ اکوادور ته نژدې په نارینو سیمه کې پروت دی.

دغه برید داسې مهال شوی، چې ولسمشر خوان مانیول سانتوس ویلي، د یاغیانو په مخ کې د وسلې اېښودو لپاره ایله یو کال وخت پاتې دی.

سانتوس زیاتوي، چې حکومت یې یې داسې ضروري ضمانتونه وړاندې کوي، چې په لړ کې یې یاغیان وکړای شي، خپلې وسلې پرځمکه کښېږدي او په سیاسي بهیر کې ځانونه ورګډ کړي.

ده دا هم ویلي چې "دا بهیر باید په څو میاشتو کې بشپؤ شي، نه په کلونو کې."

سانتوس زیاتوي چې د بې وسلې کېدو هر راز ځنډېدا د نه منلو ده.

خو فارک یاغیانو د ولسمشر دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

یاغیانو په تېره فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې د پیسو ترلاسه کولو په مقابل کې به هر راز سیاسي نیونې او تښتونې بندې کړي، خو د یاغیانو له لوري قرباني شوي کسان وايي، چې یاغیان لاهم تښتونې کوي او ټول نیول شوي کسان یې لانه دي خوشي کړي.

"د کولمبيايي حکومت د څرګندونو پربنسټ، د حکومت او یاغیانو ترمنځ په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمېر نژدې ۶۰۰۰ زره کسانو ته رسېږي، او ویل کېږي، چې میلیونونه کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي."

د سولې خبرې د کولمبیايي چارواکو او فارک یاغیانو ترمنځ د تېر اکتوبر پر ۱۸مه په هنګري کې پیل شوې.

ددغو خبرو لومړی پړاو پر تېره پنجشنبې پای ته ورسېد، چې په پام کې ده چې پر راتلونکې چارشنبې یې دویم پړاو پیل شي.

حکومت په ۲۰۰۲ کال کې د خبرو یو پړاو پیل کړی و، او پر یاغیانو یې تور لګاوه، چې ګني له بې وسلې شویو سیمو بېرته کسان خپلو لیکو ته ورجلبوي.

د کولمبيايي حکومت د څرګندونو پربنسټ، د حکومت او یاغیانو ترمنځ په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمېر نژدې ۶۰۰۰ زره کسانو ته رسېږي، او ویل کېږي، چې میلیونونه کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

په ۲۰۰۱ کال د فارک جنګیالیو شمېر نژدې ۱۶۰۰۰ ښودل شوی و، خو باور کېږي، چې دغه شمېره اوس ۸۰۰۰ ته راټیټه شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .