" اسراییل د فلسطیني ستونزې د حل لار ډب کوي"

د خپريدو وخت: 05:52 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

د اسرایيلو له خوا په بيت المقدس او لويديځه غاړه کې د مېشت ځايونو جوړول به د فلسطين د سولې بهير له خنډونو سره مخامخ کوي. بان کي مون

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وايي د اسرایيلو له خوا په بيت المقدس او لويديځه غاړه کې د مېشت ځايونو جوړول د فلسطين د سولې بهير له خنډونو سره مخامخ کوي.

اسرائيلو ويلي چې دغه ځای کې به شا وخوا درې زره کورونه او مېشت ځايونه جوړ کړي.

د اسرائيلو دغه پرېکړه له هغه وروسته کېږي چې د ملگرو ملتونو په سرمشريزه کې فلسطين د ملگرو ملتونو د څارونکي په توگه وپيژندل شو، خو لا يې هم غړيتوب نه دى تر لاسه کړى.

پرون چې د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس د ملگرو ملتو له سرمشريزې خپل هيواد ته ستون شو نو پلويانو يې په رام الله کې د يو اتل په توگه د هغه هر کلى وکړ.

ښاغلي عباس خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې اوس دوی هم د یوه هېواد څښتنان دي. د ملګرو ملتو په عمومي شورا کې له رایه اچول کېدو وروسته فلسطین ته د یوه څارونکي هېواد حیثیت ورکړل شو.

رام الله کې د وینا پر مهال محمود عباس وویل" د دې حیثیت د تر لاسه کولو لپاره د فلسطین خلکو اوږده مبارزه وکړه او ډېر فشارونه یې وزغمل، خو فلسطینیان له خپل هوډ نه په شا نه شول او بریا یې تر لاسه کړه."

"د دې حیثیت د تر لاسه کولو لپاره د فلسطین خلکو اوږده مبارزه وکړه او ډېر فشارونه یې وزغمل، خو فلسطینیان له خپل هوډ نه په شا نه شو ل او بریا یې تر لاسه کړه."

محمود عباس

د فلسطین خلک د محمود عباس د ګوند الفتح او حماس تر منځ وېشلي دي. حماس پر غزه ولکه لري، خو رام الله او لوېدیځه غاړه د الفتح په واک کې دي. محمود عباس په خپله وینا کې د فلسطینیانو تر منځ د اختلاف په ختمولو او یووالي ټینګار وکړ.

بل لور ته اسراییلي چارواکي له دغه ډول حالاتو خوښ نه دي. په ملګرو ملتونو کې له نابریالیتوب وروسته دوی سمدستې په نیول شویو سیمو کې د نویو مېشت ځایونو جوړولو اعلان وکړ.

له دې مخکې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و، چې ''په ملګرو ملتونو کې شوې پرېکړه واقعیتونه نه شي بدلولای.، له دې سره به فلسطیني اداره پرمختګ ونه کړي، بلکې د مسایلو په حل کې به نور ځنډ رامنځ ته شي.''

د څارونکي په توګه په ملګرو ملتونو کې د حیثیت له تر لاسه کولو وروسته فلسطین د ملګرو ملتونو په ادارو کې ګډون کولای شي، چې په کې د نړیوالو جرمونو ضد نړیواله محکمه هم شامله ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .