چین کې صنعتي فعالیتونو وده کړې

د خپريدو وخت: 13:07 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

چین کې صنعتي فعالیتونه د دغه هېواد د اقتصاد مهمه برخه بلل کېږي او په دا وروستیو کې په دې چارو کې لږوالی لیدل کېده.

چین کې د اقتصادي وضعیت په اړه دوو معلوماتي رپوټونو کې ویل شوي، چې د نومبر میاشتې په اوږدو کې د دغه هېواد صنعتي فعالیتونو وده کړې.

د (ایچ ایس پي سي) د معلوماتو له مخې د بانک د پېر د مدیرانو لښتيلیک( پي ایم ای) د تېرو ۱۳ میاشتو په اوږدو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

بل لور ته د دغه هېواد حکومت دغه کچه په تېرو اوو میاشتو کې تر ټولو لوړه بولي.

په چین کې صنعتي فعالیتونه د دغه هېواد د اقتصاد مهمه برخه بلل کېږي او په دا وروستیو کې په دې چارو کې لږوالی لیدل کېده.

ماهرین وايي د حکومت له خوا په دې لړ کې د پورته شویو ګامونو اغېز رابرسېره کېږي.

د (پیکنګ فرسټ) یو اقتصادي ماهر دونګ چیانان وايي د اقتصاد اړوند شمېرو کې زیاتوالی د حکومتي پانګونې له امله رامنځ ته شوی.

(د کال له دویمې درې میاشتنۍ راهیسې حکومت یو لړ پروژې پیل کړې، چې اثر یې په اقتصاد کې محسوسېږي، خو دا ډېر اوږد مهاله یا ډېر ښه نه دي)

د دوشنبې په ورځ د (ایچ ایس بي سي) پي ایم ای ۵۰ اعشاریه پنځو ته ورسېد.

د اکتوبر په میاشت کې دغه کچه ۳۹ اعشاریه پنځه وه.

"له تېرو څو کلونو راهیسې مخ پر وده چینايي اقتصاد دسږ کال له جولای نه تر سپتمبر پورې د دریو میاشتو په اوږدو کې د تېرو دریو کالو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی و."

د شنبې په ورځ له حکومتي رپوټونو سره سم پي ایم ای ۵۰ اعشاریه شپږ و.

له ۵۰ نه د پي ایم ای د لوړېدو مانا د صنعت وده بلل کېږي.

له تېرو څو کلونو راهیسې مخ پر وده چینايي اقتصاد دسږ کال له جولای نه تر سپتمبر پورې د دریو میاشتو په اوږدو کې د تېرو دریو کالو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی و.

د چین د اقتصادي ضعف سبب په امریکا، چاپان او اروپايي هېوادونو کې جاري اقتصادي بحران دی.

یو شمېر ماهرین وايي له دې سببونو سره سره د چین اقتصاد پرمختګ کوي او اوسنۍ وده یې اوږدمهاله کېدای شي.

سنګاپور کې د (ډي پي ایس) بانک اقتصادپوه ډېوډ کاربن وايي، چې دا یوازې په یوه یا دوو کچو کې لوړوالی نه دی، بلکې هر لور ته ښه والی لېدل کېږي، چې د ټولو لپاره د خوښي وړ دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .