د ''۳ پیالې چای'' کتاب لیکوال 'ځان وژلی'

د خپريدو وخت: 06:09 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

د ډیویډ اولیور ریلن درې پیالې چای کتاب د یو داسې کس په هکله دی، چې د طالبانو د رژیم پرمهال یې د ښوونځیو د جوړولو هلې ځلې کولې.

تري کپس اف ټي Three cups of tea درې پیالې چای کتاب یو تن لیکوال او ژورنالیست د اقتصادي او یو لړ نورو ستونزو له امله ځان وژلی دی.

دغه کتاب په ۲۰۰۶ کال کې خپور شو، چې تر ټولو ډېر وپلورل شول.

د ډیویډ اولیور ریلن درې پیالې چای کتاب د یو داسې کس په هکله دی، چې د طالبانو د رژیم پرمهال یې د ښوونځیو د جوړولو هلې ځلې کولې.

دا کتاب نه یوازې دا چې ډېر خرڅ شو، بلکې تر دریو کلونو پورې د هغو کتابونو په لیست کې و، چې ډېر خرڅېدل.

ددغه کتاب نژدې څلور میلیون ټوکه خرڅ شوي دي.

د درې پیالې چای کتاب په ۳۹ هېوادونو کې چاپ او وپلورل شو.

خو اوس داسې اوازې دي، چې ګني یو تن لیکوال یې ډیویډ اولیور ریلن ځان وژلی دی.

د هغه د وژل کېدو په هکله هېڅ نه دي ویل شوي حتی راپور یې چا نه و ورکړی، ځکه چې کورنې یې نه غوښتل چې د هغه له مړینې پرده پورته کړي، خو اوس دا دی یوه میاشت وروسته یو لړ جزییات په ډاګه شوي او ویل شوي چې ډیویډ اولیفر ریلن د اقتصادي او نورو ستونزو له امله ځان وژلی دی.

ډېوېډ اولیور ریلن د ۱۹۶۲ د دسمبر پر ۱۲مه په نیویار کې زږېدلی و، چې په ژورنالیستیک ډګر کې یې له نیویارک ټایمز سره کار کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .