ایران وايي د امریکا څارګره الوتکه یې ''نیولې ده''

د خپريدو وخت: 10:55 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

د ایران فارس او پرېس ټي وي خبري رسنیو د الوتکې د نیولو د څرنګوالي په اړه هېڅ نه دي ویلي .

ایران ویلي، چې د خلیج اوبو په فضا کې یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نیولې ده.

خو د امریکا سمندري ځواک ویلي، چې هېڅ کومه ډرون یې تر اوسه هلته نه ده بې درکه شوې.

ایراني رسنیو د پوځ په حواله ویلي، چې ScanEagle ډوله دغه بې پیلوټه الوتکه د خلیج د اوبو پر سر د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره ګرځېده.

دوی وايي کله چې د ایران هوايي حریم ته ننوته، د ایران دسمندري ځواک ساتونکو سم لاسي ونیوله.

خو د ایران فارس او پرېس ټي وي خبري رسنیو د الوتکې د نیولو د څرنګوالي په اړه هېڅ نه دي ویلي .

د ایران د سمندري ځواک یوه قومندان علي فدوي فارس خبري اژانس ته ویلي، چې په وروستیو ورځو کې دغې څارګرې الوتکې دخلیج اوبو پر سر د استخباراتي معلومات راغونډولو لپاره ګڼې الوتنې کړې دي.

فدوي زیاتوي، چې دا ډول الوتکې معمولاً له لویو جنګي بېړیو استول کېږي.

خو د امریکا سمندري ځواک ویلي، د خلیج اوبو په سر یې هېڅ کومه الوتکه نه ده ورکه شوې.

تېره میاشت امریکا ویلي وو چې د ایران یوې جنګي الوتکو د امریکا یوه بې پیلوټه څارګره الوتکه په نړیواله فضا کې د ګرځېدو پرمهال راوغورځوله.

خو ایران وویل چې الوتکه ددوی هوايي حریم ته ننوتې وه.

"بیونګ شرکت ScanEagle ډوله بې پیلوټه الوتکې جوړي، او وايي چې دغه الوتکې څلور ګامه اوږدوالی او درې متره سور لري."

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په تېر نومبر کې عمومي منشي ته د امریکا له خوا بوشهر اټومي بټیو ته څېرمه د ایران پر هوايي حریم د تېري له اړخه لیکلی شکایت وکړ.

استازي د امریکا دا کړنه غیرقانوني او سپکوونکې بللې وه.

یوه کال مخکې د ایران تلوېزیون د امریکا (RQ-170) ډوله هغه بې پیلوټه الوتکه وښوده، چې ویل یې د ټکنالوژۍ په مټ یې راغورځولې وه، خو امریکا وویل چې ګني الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده.

بیونګ شرکت ScanEagle ډوله بې پیلوټه الوتکې جوړي، او وايي چې دغه الوتکې څلور ګامه اوږدوالی او درې متره سور لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .