د فلپین پر جنوب 'بوفا' توپان راغلی

د خپريدو وخت: 07:03 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391
بوفا توپان په سږ کال کې شپاړسم توپان دی.

بوفا توپان په سږ کال کې شپاړسم توپان دی.

د فلپین سوېلي سیمو ته د بوفا په نامه زورور توپان رسېدلی، چې له هغه ځایه یې لسګونه وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ددغه توپان څپې د سې شنبې پر ګهیځ (دسمبر ۴) جنوبي سیمو ته ورسېد.

لومړی پر مینداناو ختیځ ټاپو توپان له شړقنده باران سره یوځای شو، چې د باد د تېزوالي اندازه په کې په یوه ساعت کې ۲۱۰ کیلومترو ته رسېده.

د بادونو له کبله، د برېښنا مزي غوڅ تر ډېرو لیرو سیمو پورې غوڅ شوي، د لېږد رالېږد سیستم ګډوډ شوی او په ځینو ځایونو کې خو ان د ځمکې ښویېدو وېره هم شته.

تر اوسه د تلفاتو او یا مالي زیان رپوټ نه دی ورکړل شوی.

بوفا توپان د واشي په نامه تر توپان یو کال وروسته راغلی، چې لږترلږه د فلپین په جنوب کې یې ۱۵۰۰ کسان ووژل.

کلنۍ سیلۍ

د فلپین ولسمشر بینیو اکینو په تېره دوشنبې خپلو هېوادوالو ته وویل، چې له بوفا توپان خبر اوسي.

هغه ویلي وو چې "شاید سږنی توپان هېواد ډېر وځپي. خو که له یو بل سره مرسته وکړو، شاید کمه مرګ ژوبله واړوي."

پر سمندري څنډه تر ۴۰ زرو ډېرې کورنۍ د خټو او چیکړو له کبله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې، او د ځمک ښویېدو له وېرې له خپلو کلیو وتلي دي.

د هوا پېژندنې کارپوهانو ویلي، چې دغه توپان له ۶۰۰ کیلومترو څخه راپیل شوی، او د لوېدیځ پر لور ۲۶ کیلومتره په یوه ساعت کې واټن وهي.

اټکل دا دی، چې د فلپین پر جنوبي او مرکزي سیمو به تېر شي، او تر پنجشنبې پورې به د چین سمندر جنوب ته ورسېږي.

فلپین هر کال د نژدې شلو توپانونو شاهد وي، چې زیاتره یې د جولای او اکتوبر میاشتو ترمنځ په باراني موسمونو کې پیلېږي.

بوفا توپان په سږ کال کې شپاړسم توپان دی.

په تېر اګست کې د بادونو او سیلۍ له کبله په فلپین کې لږترلږه سل کسان ووژل شول او تر یوه میلیون ډېر نور تیت پرک شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .