م م: د روهېنګیا مسلمانانو حالت خواشینونکی دی

د خپريدو وخت: 06:27 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

د پېسو نشتوالي د ملگرو ملتونو لاسونه تړلي چې بيځايه شويو روهېنگيانو سره مرسته وکړي. ولېرې ایموس

د ملگروملتونو د خيرښيگڼو دچارو يوې جگپوړې چارواکې، ولېري ايموس ويلي، هغو حالاتو سخته خواشينې کړې چې، د روهېنگيا لږکې مسلمانان ورسره لاس اوگريوان دي.

روهېنګیا مسلمانان د توکميزې شخړې له کبله لوېديځه برما کې له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

له ۱۳۵ زره ډېر روهېنگيان د رکاين په ايالت کې په کمپونو کې ژوند کوي.

د بي بي سي يو خبريال چې په دې سفر کې مېرمن ايموس سره ملگرى و، وويل زرگونه روهېنگيان يې وليدل چې په داسې يو کمپ کې اوسي، چې شاوخوا يې خوسا اوبه دي او ساتونکي هغو ى ته اجازه نه ورکوي چې له کمپه بهر ووځي.

ساتونکي دا اجازه هم نه ورکوي چې د دوی کمپ ته مرسته ورسېږي.

مېرمن ايموس وايي د کمپ حالت سخت ځورونکى دى.

"که چېرې موږ (ملگري ملتونه) ونه شو کړاى، چې ځمکه ترلاسه کړو، نو وبه نه شو کړاى چې کېږدۍ ودروو . که چېرې موږ پېسې ترلاسه نه کړو، نو موږ به ونه شو کړاى چې هغه خلک استخدام کړو، چې په ريښتينې توگه دا وړتيا لري چې له دغو خلکو سره کاروکړي."

ولېري ايموس

" په ريښتینې توگه پرهغه څه اندېښمنه يم چې ما وليدل. زرگونه خلک د کمپ په شرايطو کې ژوند کوي. له بده مرغه، د ملگروملتونو په توگه موږه نه شو کولى، چې دې خلکو ته ځانونه ورسوو او هغه څه ورسره وکړو چې غواړو له هغوى سره یې وکړو، ځکه حالات ډېر ځورونکي دي. کمپ او حتى کېږدۍ ډېره ناوړه وضع لري. روغتيايي خدمتونه هم کمزوري دي، چې له کبله يې د خلکو د روغتيا په اړه اندېښمنه يم. کمپ کې د خلکو شمېرهم له حده ډېر دى او يو څه چې زه غواړم له وزير سره پرې وغږيږم، دادي چې دوى ته نوره ځمکه ځانکړې شي چې لږ ترلږه پاکې کېږدۍ په کې ودرول شي او وضع څه ناڅه ښه شي."

خبريالان وايي د دې په پرتله رکاين کې بياد بودايانو کمپ پاک او اکمالات يې ښه دي. برمايي حکومت روهېنگيان د برما وگړي نه بولي او وايي دوى ناقانونه بنگله دېشي کډوال دي.

ملگروملتونو رکاين ايالت ته د شاوخوا ۶۵ ميليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده چې تراوسه يې يوازې دريمه برخه ترلاسه کړې ده.

وليري ايموس وويل، د پېسو نشتوالي د ملگرو ملتونو لاسونه تړلي چې بيځايه شويو روهېنگيانو سره مرسته وکړي.

د برما ولسمشر په دې نظر دى چې د مسالې حل په دې کې دى چې مسلمانان له برما څخه يا وشړل شي او يا هم د کډوالو کمپونو ته ولېږل شي.

"که چېرې موږ (ملگري ملتونه) ونه شو کړاى، چې ځمکه ترلاسه کړو، نو وبه نه شو کړاى چې کېږدۍ ودروو . که چېرې موږ پېسې ترلاسه نه کړو، نو موږ به ونه شو کړاى چې هغه خلک استخدام کړو، چې په ريښتيني توگه دا وړتيا لري چې له دغو خلکو سره کاروکړي. زه سخته خواشينې شوم چې کله مې ميليونونه خلک وليدل چې په يوه کوچنۍ سيمه کې اوسي او نه شي کولى چې چېرې لاړ شي. څو اوونۍ کېږي چې دوى دلته دي، دا يو بوږنونکی حالت دى او موږ يي بايد په اړه يو څه وکړو "

د برما د رکاين په سيمه کې فرقه ايز تاوتريخوالى د مې مياشت کې د يوې بودايي ميرمنې له وژل کېدو وروسته پيل شو . له دې پېښې وروسته د مسلمانانو يوه بس ته اور واچول شو، دې تاوتريخوالي کې گڼ کورونه له منځه تللي او زرگونه کسان بې کوره شوي دي.

بودايان وايي چې دا تاوتريخوالى مسلمانانو پيل کړى دى او د برما ولسمشر په دې نظر دى چې د مسالې حل په دې کې دى چې مسلمانان له برما څخه يا وشړل شي او يا هم د کډوالو کمپونو ته ولېږل شي.

په تېرو څو اونېو کې برما په اړه د بشري حقوقو د سازمانونو دوه راپورونه خپاره شول، د دې نه وړاندې د بښنې نړيوال سازمان يا امنېسټي انټرنيشنل هم خپل راپور خپور کړى و چې د برما پر حکومت یې نېوکې کړې وې، خو د حکومت يوه وياند راپور ته خپل غبرگون کې هغه رد کړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .