قاهره کې پوځ لاریونیان شړلي

د خپريدو وخت: 18:10 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

دواړه لورو هغه مهال يو بل په ډبرو او پطرولي بمونو وويشتل چې د ولسمشر مرسي ملاتړو د مخالفو احتجاج کوونکو د تيت پرک کولو هڅه کوله.

د مصر پلازمېنه قاهره کې د ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او مخالفانو تر منځ له اخ و ډب وروسته پوځ لاریونیان شړلي او د ولسمشرۍ ماڼۍ چاپېر یې امنیت ټینګ کړی دی.

د پنچشنبې په ورځ (د ډسمبر ۶مه) د دغه هېواد پوځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې ټانکونه او زغره وال ګاډي ځاي پر ځاي کړي دي.

د پوځ له دې اقدامه وروسته د قاهرې پر سړکونو او کوڅو کې امنیت ټینګ شوی.

له دې مخکې د ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او مخالفانو تر منځ د اخ و ډب پر مهال لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان شول.

نا تایید شوي رپوټونه وايي چې دوه کسان وژل شو ي هم دي. دواړه لورو هغه مهال يو بل په ډبرو او پطرولي بمونو وويشتل چې د ولسمشر مرسي ملاتړو د مخالفو احتجاج کوونکو د تيت پرک کولو هڅه کوله.

د مصر کړکېچ

  • د نومبر ۲۲مه - د مصر ولسمشر محمد مرسي د خپلو واګو د زیاتوالي په اړه د اساسي قانون نوی فرمان صادر کړ او لوی څارنوال يې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې خپل کس ونوماوه
  • د نومبر ۲۳مه - مصر کې پراخ لاریونونه وشول. خو سلګونه لاریونیان د په تحریر میدان کې راټول شوي وو، د شپې له خوا تیت او پرک شول
  • د نومبر ۳۰مه - مصر کې د اسلامپالو په مشرۍ اسمبلۍ د دغه هېواد د نوي اساسي قانون مسوده تصویب کړه
  • د ډسمبر لومړۍ - د مصر پلازمېنې قاهره کې زرګونه خلک وروسته له هغه په لاريونونو ووتل، چې د اساسي قانون جرګې د اساسي قانون پر مسوده د بيړنۍ رايه ورکړه
  • د ډسمبر دویمه - مرسي د اساسي قانون لپاره د ټولپوښتنې نېټه اعلان کړه
  • د ډسمبر دویمه – د قاضیانو هغه ډله چې په دغه هېواد کې د ټولو قاضیانو استازيتوب کوي اعلان وکړ چې د اساسي قانون د ټولپوښتنې څارنه نه کوي
  • د ډسمبر ۵ مه - لسګونه زره مظاهره چیان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه را غونډ شول او ماڼۍ ته نژدې یې کېږدۍ وهلې وې.

مخالفو مشرانو د اخوان المسلمين ګوند غړي پر تشدد تورن کړي. گډوډۍ د مصر نورو ښارونو ته هم غځېدلې او د اسلاميه او سويز په ښارونو کې د اخوان المسلمين پر دفترنو بريدونه شوي دي.

دښاغلي مرسي څلورو سلاکارانو هم له خپلو دندو استعفى کړې ده. د ولسمشر مرسي مخالفان وايي، که نوموړی د خپل واک ډېرولو فرمان بېرته واخلي او د نوي اساسي قانون په اړه ټول پوښتنه لغوه کړي، نو دوی له حکومت سره خبرو اترو ته چمتو دي. بل لور ته د مصر مرستیال ولسمشر محمد مکي ویلي، چې له ټولو مخالفتونو سره به د اساسي قانون د لانجمنې مسودې په اړه ټول پوښتنه وشي.

د مصري ولسمشر مرستیال وايي، لاریونونه د دې بحران حل نه دی او حکومت یې د خبرو اترو لپاره چمتو دی. د نوي اساسي قانون د مسودې مخالفین وايي په دې کې د سیاسي ازادي د باوري کولو لپاره ډېر څه نه دي شوي.

د ولسمشر مرسي مخالفان له دې امله هم له ده څخه ناراضي دي، چې نوموړي د نومبر په ۲۲ د یوه فرمان په جاري کولو سره خپل واک ډېر کړی، چې له مخې یې محکمه د نوموړي هېڅ پرېکړه نه شي ردولی.

په هغه خبري کنفرانس کې، چې د مصر دولتي ټیلویزیون په ژوندۍ بڼه خپور کړ، مرستیال ولسمشر وویل، چې ټول پوښتنه به له مخکې نه په ټاکل شوې نېټه( نومبر ۱۵ مه) وشي. نوموړي زیاته کړه، چې هرڅوک له دې سره مخالفت کوي، د هغو لپاره د خبرو اترو لار خلاصه ده.

د نیوکه کوونکو په باور د نوي اساسي قانون مسوده په بېړه او له مناسبو سلا مشورو پرته پارلمان ته یووړل شوه.

د دوي په باور په دې مسوده کې د سیاسي او مذهبي ازادۍ او ښځو د حقونو لپاره ډېر څه نه دي شوي. د نومبر په وروستیو کې د خپل واک د ډېرولو فرمان او دې مسودې له یوځاي کېدو وروسته د مصري ولس غوسه راوپاروله.

د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر مرسي څلورو سلاکاروانو استعفی وکړه، له دې مخکې تېره اوونۍ هم درې سلاکارانو استعفی کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .