خالد مشعل تر ۴۵ کالو تبعید وروسته غزې ته ورسېد

د خپريدو وخت: 09:23 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391
د حماس تبعید شوی مشر د لومړي ځل لپاره غزې ته ځي

خالد مشعل غزې ته په ننوتلو سره د ''شکر سجده'' وکړه.

د حماس ډلې د سیاسي دفتر تبعید شوی مشر خالد مشعل له تبعید وروسته په لومړي ځل غزې ته ولاړ.

نوموړي د جمعې په ورځ د حماس ډلې د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت د غزې په مراسمو کې ګډون وکړ.

نوموړی د سوریې په دمشق کې تبعید شوی و، چې دا یې غزې ته په تېرو پنځه څلوېښتو کلونو کې لومړی سفر دی.

په پام کې ده چې ښاغلی مشعل به له بېلابېلو فلسطیني ډل او د غزې له اوسېدونکو او د هغو فعالینو له کورنیو سره وګوري، چې دوستان او خپلوان یې په اسراییلي زندانونو کې بندیان دي.

مشعل د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د اوربند د ماتېدو تر نېټې څو ورځې وروسته غزې ته سفر کوي.

حماس له ۲۰۰۷ راهیسې په غزه کې واکمن دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي اتحادیه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

خو دغه ډله وايي، چې مبارزه یې له اسراییلي ښکېلاکه د فلسطیني خاورې د راګرځولو په موخه روانه ده.

په پام کې ده چې خالد مشعل د مصر له لارې غزې ته والړ شي، خو چارواکو ویلي، چې د هغه ښځه د تېرې پنجشنبې په ورځ د رفح تونل له لارې غزې ته رسېدلې ده.

"په ۱۹۸۷ کال په لوېديځه تراډه او غزه کې د اسراییلي ښکېلاک ګرو د مخنيوي په موخه حماس ډله جوړه شوه."

د حماس ویاند سامي ابو زهري غزې ته د مشعل دا سفر "د ښکېلاک پرضد د مقاومت بریا" بللې ده.

خالد مشعل به تر درو ورځو په غزه کې پاتې کېږي او هلته به د خلکو ګڼه ګوڼه او هرکلی هم ورسره مل وي.

خالد مشعل په ۱۹۵۶ کال په لوېديځه تراډه کې زیږېدلی، چې بیا وروسته د ۱۹۶۷ کال تر جګړې وروسته کویت ته ولېږېد، بیا اردن ته ولاړ او هلته له حماس ډلې سره یوځای شو.

په ۲۰۰۴ کال مشعل د تبعید پرمهال د اسراییلو له خوا ددغې ډلې د بنسټګر شیخ احمد یاسین تر وژل کېدا وروسته د حماس ډلې سیاسي مشر شو.

خبریالان وايي- اسراییل چې حماس ته د یوې ترهګرې ډلې په توګه ګوري- د خالد مشعل دا سفر بې ارزښته بولي.

د تېرې میاشتې په جګړه کې اسراییلو نژدې ۱۷۰ فلسطینیان ووژل، او د غزې له لوري په توغندیو بیا شپږ اسراییلیان ووژل شول.

حماس له اسراییلو سره په جګړه کې خپل ځان بریالی بولي؛ ځکه چې د مصر په منځګړیتوب اوربند ومانه، او بیا یې د ځمکې له لارې پر غزې برید وکړ.

"په غزه کې جوړ شوی"

په تېره پنجشنبې، فلسطینیانو د حماس د جوړېدو ۲۵ کلیزه په خوښیو ولمانځله، او له معمول سره سم یې د "په غزه کې جوړ شوی" په نامه یو توغندی پر اسراییلو وتوغاوه.

په تېره پنجشنبې، فلسطینیانو د حماس د جوړېدو ۲۵ کلیزه په خوښیو ولمانځله، او له معمول سره سم یې د "په غزه کې جوړ شوی" په نامه یو توغندی پر اسراییلو وتوغاوه.

په ۱۹۸۷ کال په لوېديځه تراډه او غزه کې د اسراییلي ښکېلاک ګرو د مخنيوي په موخه حماس ډله جوړه شوه.

حماس د اسراییلو د له منځه وړلو هوډ لري.

تېره اوونۍ، اسراییلو اعلان وکړ، چې په لوېديځه تراډه کې به زرګونه نوي مېشت ځایونه جوړ کړي.

د اسراییلو دا عمل د نړیوالو او امریکا له لوري په سختو ټکو وغندل شو.

اسراییلو په کار وروسته تر هغه لاس پورې کړي، چې ملګرو ملتونو فلسطین د غړي په توګه نه، بلکې د څارونکي په توګه ومانه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .