په نیوزیلنډ کې سپي هم ګاډي چلولی شي

د خپريدو وخت: 06:52 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

ددغو روزل شوو سپیو عمرونه د لسو او ۱۸ میاشتو ترمنځ دي.

په نوي زیلنډ کې د سپیو له لوري د ګاډو چلول د حیرانتیا خبره نه ده؛ ځکه چې سپيان د انسان وفاداره ملګري کېدی شي او د روزنې وړتیا لري.

مارک ویتې د درو سپو په روزلو ټیک دوه میاشتې تېرې کړې، په پای کې سپي د موټر په چلولو وتوانېدل.

درې واړو سپیانو د ګاډي چلول زده کړل، او د مارک سپارښتنو ته به یې ښه غوږ نیولی و.

خو کله به چې ترې برېک یا ګېر غلط شو، مارک به سم لاسي نقل ورکړ.

مارک وېتې وايي: "دوی ته باید اسکلرېټر او بریکونه ور زده شي، او دا چې څرنګه پښې ورباندې کېږدي. په هر ځل سپو یو نوی تکتیک زده کاوه."

لومړی خو سپو ته په ولاړ موټر روزنه ورکول کېده، بیا وروسته دوی وکړی شو، چې موټر چالان کړي او تر یوه ځایه یې بوځي.

په پام کې ده، چې درې واړه روزل شوي سپیان په یوه داسې تلوېزیوني پروګرام کې ګډون وکړي، چې حیوانات او انسانان په کې خپل مهارتونه ښيي.

د دغو سپیانو د موټر چلونې اخیستل شوې ویدیويي کلیپ پر یوټیوب پاڼه ۳۰۰ زره ځلې کتل شوی دی.

مارک وايي "دغه بې ژبې مخلوقات (سپیان) له ور پېښېدونکو پېښو سره د معاملې توان لري."

ددغو روزل شوو سپیو عمرونه د لسو او ۱۸ میاشتو ترمنځ دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .