پاکستان: څارګرې الوتکې د اللیبي ځای ناستی وژلی

د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

پاکستاني لومړي وزیر څو ورځې مخکې، د امریکا دغه بریدونه د طالب عناصرو په ځپلو کې بې ګټې وبلل.

د پاکستان له قبایلي سیمو راپور وايي، چې د امریکا څارګرې الوتکې د القاعدې شبکې د ابو یحیی اللیبي مهم ځای ناستی ابو زید وژلی دی.

وايي، برید د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ وختي، شوی، چې ابو زید له لسو نورو کسانو سره یوځای، د شمالي وزیرستان په یوه پټن ځي کې د افغانستان پولې ته څېرمه ووژل شول.

سرچینه وايي، چې ابو زید څو ورځې مخکې هغه ځای ته لېږدول شوی، چې اوس په کې ووژل شو.

راپور وايي، چې ابو زید په تېر جولای کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ابو یحیی اللیبي تر وژل کېدا وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

پاکستاني طالبانو هغه مهال د ابو یحیی اللیبي وژنه یوه لویه ضایعه بللې وه.

ددغې ډلې یوه چارواکي رویټرز خبري اژان ته ویلي وو، چې تر ایمن الظواهري وروسته اللیبي د القاعدې شبکې دویم مهم کس و.

ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته د دغې شبکې مشر وټاکل شو.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې د القاعدې شبکې د یوه مشر په وژلو خبر دي، خو د تابعیت په اړه یې دقیق مالومات نه لري.

مخکې د پاکستاني څارګرو چارواکو ویلي وو، چې په تېره پنجشنبې د هېواد په شمال لوېديځ کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې لږترلږه څلور کسان وژلي دي.

بری پر میر علي سیمه شوی، چې له میرانشاه څخه ختیځ لوري ته نژدې شل کیلومتره لیرې پرته ده او له القاعدې سره د نژدې طالبانو د روزنې ځای دی.

پاکستان څو ځلې په رسمي توګه له امریکا پر پاکستاني خاوره د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه، خو څارونکي وايي، پاکستان په ضمن کې دغو بریدونو ته اجازه ورکړې ده.

پاکستاني لومړي وزیر څو ورځې مخکې، د امریکا دغه بریدونه د طالب عناصرو په ځپلو کې بې ګټې وبلل.

راجا پروېز اشرف په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ریچرډ اولسن ته ویلي وو، چې د ترهګرو ځپلو لپاره موږ یوې بلې بدیلې وسیلې ته اړتیا لرو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .