ترکي پارلمان ته د "حرم سلطان" ضد عریضه وشوه

د خپريدو وخت: 11:26 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د ترکیې د کلتور وزارت ویلي وو، چې په ګرده نړۍ کې تر ۱۵۰ میلیون ډېر خلک ترکي ډرامې ګوري، چې د دغه هېواد لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه ده.

د ترکیې واکمن عدالت او پراختیا" ګوند مرستیال ویلي، ترکي پارلمان ته یې د "حرم سلطان" تلوېزیوني ډرامې د بندېدو عریضه کړې ده.

دغه ګوند ویلي، چې په ۲۰۱۳ کال کې باید دغه ډرامه بنده شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان له لوري ددغې جنجالي ډرامې پر سر ناندره ییزې خبرې روانې دي.

څو ورځې مخکې، ښاغلي اردوغان ویلي وو، چې دغې ډرامې د اسلامي تاریخ یو پېر او د ترکي اتلانو تاریخ ته سپکاوی کړی دی.

د ترکیې "حرییت" ورځپانې ویلي، چې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د استانبول د څانګې مشر اوکتای سارال په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، چې پارلمان ته یې حرم سلطان ډرامې د بندېدو عریضه کړې ده.

عدالت او پراختیا ګوند له پارلمانه ددغې ډرامې د بندېدو په تړاو د قانون د صادرولو غوښتنه کړې ده.

سارال ویلي، پارلمان به دده په عریضه د۲۰۱۳ کال په لومړیو کې بحث وکړي، او د موافقې په صورت کې به په ۲۰۱۳ کال کې ددغې ډرامې د بندېدو امر صادر کړي.

نوموړی وايي، چې دا موضوع د ګوند د کارونو په لومړیتوب کې ده، او د ډرامې په اړه د اردوغان پر وروستیو څرګندونو پورې هېڅ تړاو نه لري.

رجب طیب اردوغان وړاندې د "حرم سلطان" ډرامې په اړه سختې نیوکې کړې وې.

هغه ویلي وو چې"موږ په دغه ډرامه کې د انځور شوي سلطان سلیمان قانوني په بڼه هېڅ کوم نیکه نه پېژنو، سلیمان قانوني دېرش کاله د اس پر شا جګړې کړې وې او ګڼې سیمې یې فتح کړې وې. "

خو ترکي لومړي وزیر ددا ډول ډرامې په جوړولو سخته نیوکه کړې وه، او ویلي یې وو، چې د بندېدو په اړه یې د رسمي فرمان په انتظار دی.

اوکای میرال

ددغې ډرامې لیکواله اوکای میرال د روان ۲۰۱۲ د اپریل پر ۱۴مه پخپل کور کې د بډوډي د سرطان ناروغۍ له کبله د ۵۳ کالو په عمر ومړه.

سارال وايي: "موږ دا عریضه د اردوغان د څرګندونو پربنسټ نه ده کړې، بلکې له ډېرې مودې راهیسې خلک راته شکایت کوي، ځینو پارلماني غړو ژمنه راکړې ده، چې زموږ عریضه به مني. "

د اردوغان تر وروستیو څرګندونو وروسته، ترکي هوايي شرکتونو ددغې ډرامې ښودل بند کړل، خو لاهم پر ځینو چاپېدونکو مجلو یې اعلانونه چاپېږي.

ویل کېږي، چې دغه ډرامه "حرم سلطان" په ګڼو عربي، اروپايي او اسیايي هېوادونو کې نژدې ۴۵ ژبو ته ژباړل شوې ده.

د ډرامې کیسه د سلطان سلیمان قانوني د ۱۵۲۰ او ۱۵۶۶ میلادي کلونو ترمنځ پر واکمنۍ راڅرخي.

سلطان سلیمان ځکه په "قانوني" مشهور و، چې د عثماني دولت لپاره یې تر دوو سو ډېر قوانین جوړ کړل، خو په دغه ډرامه کې هغه د یوه عیاش او ښځې خوښوونکي پاچا په بڼه انځور شوی دی.

د ترکیې د کلتور وزارت ویلي وو، چې په ګرده نړۍ کې تر ۱۵۰ میلیون ډېر خلک ترکي ډرامې ګوري، چې د دغه هېواد لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .