"د سوري کډوالو حالت خواشینونکی دی"

د خپريدو وخت: 07:32 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سوریه کې د بشارالاسد پرضد د تېر ۲۰۱۱ مارچ میاشتې د پاڅون له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو اته کارکوونکي وژل شوي دي.

سوریې کې حکومت مخالف فعالین وایی حکومتي ځواکونو د دمشق شاوخوا خپلې مورچلې ټينګې کړې دي.

حکومت مخالفین وایي په زیاتېدونکي ډول دا وېره شته چې د پلازمېنې په هغو سیمو بمونه وغورځول شي چې د یا غیانو تر واک لاندې دي.

دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د کډوالو حالت خواشینونکی وباله.

نوموړي وویل" ما د دې انساني تراژیدۍ له امله ټکان خوړلی، خفه شوی یم او ان غوسه شوی یم، تر ۲۱ میاشتو وروسته ۴۰ زره کسان وژل شوي دي او موږ په دې نه پوهیږو چې څومره نور ټپیان دي. زه له ټولو اړخونو او په ځانګړې توګه د سوریې له حکومته یو ځل بیا غواړم، چې د بشریت په خاطر دې جګړه ودروي، ما په همدې خاطر په سملاسي توګه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو غوښتنه وکړه، چې سملاسي کډوالو ته بشري مرستې ورسوي. موږ باید دې بیوزله خلکو ته مرستې ورسوو."

"ما د دې انساني تراژیدۍ له امله ټکان خوړلی، خفه شوی یم او ان غوسه شوی یم، تر ۲۱ میاشتو وروسته ۴۰ زره کسان وژل شوي دي او موږ په دې نه پوهیږو چې څومره نور ټپیان دي."

بان کي مون

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ له سوریې څخه، په تېره بیا په دمشق کې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا په ډېرېدا سره د خپلو "ټولو غیر اساسي کارکوونکو د ایستلو" هوډ وکړ.

د ملګرو ملتونو یوې خبري سرچینې (ارین) تېره اوونۍ وویل، چې د یوې اوونۍ په موده کې له سوریې څخه د ملګرو ملتونو له ۱۰۰ کارکوونکو څخه نژدې ۲۵ نړیوال کارکوونکي وتونکي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سوریه کې د بشارالاسد پرضد د تېر ۲۰۱۱ مارچ میاشتې د پاڅون له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو اته کارکوونکي وژل شوي دي.

همداشان، د سوریې د سرې میاشتې ۱۸ رضاکاران هم وژل شوي.

د پاڅون له پیل راهیسې، په سوري کړکېچ کې تر ۳۹ زرو ډېر کسان وژل شوي، زرګونه نیول شوي او میلیونونه خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .