سوریې ته د کیمیاوي وسلو پر سر خبرداری ورکړل شو

د خپريدو وخت: 11:45 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وويل د سوریې حکومت باید دې خبرداري ته پام وکړي کنه نو د کیمیاوي وسلو کارول به د لوی بدلون لامل شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي برتانیا او امریکا داسې شواهد لیدلي چې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو کارولو ته تیاری نیسي.

ښاغلي هېګ وویل کافي شواهد په لاس کې شته چې له مخې یې د سوریې حکومت ته د کیمیاوي وسلو د نه کارولو جدي خبرداری ورکړل شوی.

"لکه څرنګه چې ما په پارلمان کې هم وویل امریکا او موږ یو لړ شواهد لیدلي دي ځکه موږ د سوریې حکومت ته نېغ په نېغه جدي خبرداری ورکړ. په دقیقه توګه نه شم ویلی چې دا شواهد څه دي خو کافي دي چې باید له مخې یې سوریې ته خبرداری ورکړل شوی وای او همداسې و هم شول".

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د سوریې حکومت باید دې خبرداري ته پام وکړي او کنه نو د کیمیاوي وسلو کارول به د لوی بدلون لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې چارواکو وار دمخه ټینګار کړی چې د خپلو خلکو پرضد به هېڅ کله او په هر ډول شرایطو کې کیمیاوي وسلې و نه کاروي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی و چې که د خپلو خلکو پرضد له کیمیاوي وسلو کار واخلي، له جدي پایلو سره به مخامخ شي.

د لوېدیځ پوځي سرچیني وايي د سوریې کیمیاوي وسلې په پنځو هوايي اډو کې ځای پرځای شوي او له نژدې یې څارنه کېږي.

هاخوا یاغیان د دمشق هوايي ډګر د نیولو لپاره له دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او وايي دا هوايي ډګر د دوی یو مناسب هدف دی.

په وروستیو اوونیو کې د یاغیانو او سوریې د پوځ ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .