د مصر کړکېچ: مرسي له ټولپوښتنې مخکې پوځ ته د نيونو واک ورکړی

د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

مصر کې پر اساسي قانون له ټولپوښتنې مخکې ترينګلتيا په زياتېدو ده

د مصر ولسمشر محمد مرسي پر نوي اساسي قانون له ټولپوښتنې مخکې خپل پوځ ته امر کړی چې امنيت وساتي او دولتی موسسې خوندي کړي.

پوځ د ملکيانو نيولو واک هم ورکړل شوی دی.

ښاغلي مرسي د هغه فرمان په لغوه کولو چه ده ته يې پراخې واګې ورکولو د خلکو غوسې ارامولو هڅه کړې، خو دا خبره يې رد کړې چې پر اساسي قانون د دسمبر ۱۵ مې ټولپوښتنه هم لغوه کړي.

مخالفو مشرانو د ټولپوښتنې پر وړاندې د سې شنبې/نهې پر ورځ د احتجاجونو غږ کړی دی.

د مصر بهرنيو چارو پخواني وزير عمرو موسی بي بي سي ته ويلي مخالفان د ولسمشر راپرځولو نيت نه لري، بلکې يو غوره اساسي قانون غواړي.

اسلام پاله ډلو ويلي دوی به هم د دغو پلان شويو احتجاجونو پر وړاندې به احتجاجونو وځي، چې د مصر پلازمېنې پر سړکونو يې د وينې توينې نورو نښتو وېرې هم زياتې کړې دي.

په يو بل ګام کې چې يوه بله تېرېدنه ښکاري، ولسمشر د څښاک شيانو، سګرېټو او بيرو په ګډون د بېلابېلو توکيو پر پلور د ماليې زياتوالی ځنډولی دی.

دغه پرېکړه په هغه اعلامه کې وه، چې د ولسمشر مرسي پر فېسبوک پاڼې د دوشنبې/ګل ورځې (د دسمبر لسمې) لومړيو کې راڅرګنده شوې ده.

د پوليسو کمزوری ځواک

په داسې حال کې چې د راتلونکې شنبې/خالي له ټولپوښتنې مخکې ترينګلتيا په زياتېدو ده، د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي مرسي پوځ ته امر کړی چې "د ټولپوښتنې پايلو تر اعلانولو پورې" دې امنيت وساتي.

د مصر کړکېچ

  • د نومبر ۲۲ مه: د ولسمشرۍ فرمان ښاغلي مرسي ته نوې پراخې واګې ورکوي
  • د نومبر ۳۰ مه: د اسلام پاليو تر اغېز لاندې د اساسي قانون جرګې د اساسی قانون مسوده ومنله
  • د دسمبر لومړۍ: ښاغلي مرسي د دسمبر ۱۵ مه پر اساسي قانون د ټولپوښتنې نېټه اعلان کړه
  • د دسمبر ۲ مه: قاضيانو اعتصاب يا کاربنديز اعلان کړ
  • د دسمبر ۵ مه: له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر نښتې
  • د دسمبر ۷ مه: احتجاجيانو له ماڼۍ چاپېر دېوال واوښتل
  • د دسمبر ۸ مه: ولسمشر مرسي خپل ولسمشريز فرمان لغوه کړ، خو د ټولپوښتنې په اړه پر خپل دريځ کلک ودرېد

په قاهره کې د بي بي سي خبريال جان لاين وايي دغه ګام به دا وېرې زياتې کړي چې مصر بېرته د پوځي واکمنۍ پر لور روان دی.

د مصر ولسمشرۍ نوي فرمان له مخې له پوځ غوښتنه شوې چې له پوليسو سره په همغږۍ دې امنيت وساتي، او د ملکيانو نيولو واک هم ورکړل شوی دی.

خبريالان وايي د پخواني ولسمشر حسني مبارک له پرځېدو راهيسې پوليسو ته د يوه کمزوري شوي ځواک په توګه کتل کېږي، او هغه مهال چې تېره اونۍ د اخوان المسلمين ضد احتجاجيانو د دغه اسلامي غورځنګ پر دفترونو يرغل ور ووړ، په وړاندې يې مداخلې او ګام پورته کولو کې پاتې راغلل.

د دوشنبې/ګل پر ورځ له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نژدې، چې د مخالفانو د لاريونونو مرکزي سيمه ده، پوځ ليدل کېده، او سيمه کې يې شته والی زيات شوی دی. پوځ سيمه په کانکريټي بلاکونو کلابنده کړې ده.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې مخالفان به د شنبې/خالي ورځې له ټولپوښتنې سره شلون وکړي که څنګه.

خو د جګپږړيو قاضيانو يوې ډلې پر دوشنبې/ګل اعلان وکړ چې دوی به د شرطونو له مخې د رايې وکونې څارنې ته چمتو شي.

په مصر کې رايه ورکونه په دوديز ډول د قضا له لوري څارل کېږي، خو د ۲۲ نومبر ولسمشرۍ فرمان له امله زرګونه قاضيانو اعتصاب او کاربنديز اعلان کړ.

اوس چې دغه فرمان لغوه شوی، د قاضيانو دولتي شورا کلب پر دې سلا کړې چې که د مرسي ملاتړي د مصر اساسي قانون لوړې محکمې بهر خپله ناسته پای ته ورسوي، دوی به د رايې ورکونې څارنه کوي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .