ولسمشر مرسي پوځ ته د ملي ادارو د ساتنې امر کړی

د خپريدو وخت: 04:46 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د اساسي قانون د ټولپوښتنې پرضد لاهم مخالفتونه دوام لري.

د مصر حکومت مخالفې ټلوالې د اساسي قانون په تړاو هغه ټولپوښتنه رد کړه چې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي له خوا يې د ترسره کېدو نېټه د دسمبر ١٥ ټاکل شوې وه.

ولسمشر مرسي وړاندې هغه فرمان چې نوموړي ته يې پراخ واکونه ورکول لغوه اعلان کړ، خو ټينگار کوي چې ټولپوښتنه به له پلان سره سمه ترسره شي.

که د فرمان له لغوه کولو نه د ولسمشر مرسي موخه په مصري ټولنه کې د رامنځ ته شوي ويش ختمول وو، نو د هغه دغه پلان بريالى نه و.

په مصرکې ذهنيتونه اوس هم لکه پخوا ډير سره ويشلي دي.

حکومت مخالفو چې د ژغورنې ملي ټلوالې له خوا يې مشري کيږي، په زغرده د ولسمشر دغه اعلان رد کړى او وايي د داسې يوۀ اساسي قانون په تړاو کېدونکې ټولپوښتنه نه مني چې د ټولو مصريانو استازيتوب نه کوي.

د ژغورنې ملي جبهې د يوې وينا پاڼې له لارې چې د وياند له خوا يې ولوستل شوه، د سه شنبې په ورځ د ټولپوښتنې په وړاندې د پراخو احتجاجونو غږ شوى.

"د مصر د پوځ يوۀ وياند د شنبې په ورځ وويل پوځ به چا ته د تاوتريخوالي اجازه ورنه کړي او له ټولو سياسي گوندونو نه يې په ټينگه وغوښته چې خبرو اترو ته دې مخه کړي."

د مصر د حقوق پوهانو د ټولنې مشر سامح عاشور هم د پراخو احتجاجونو غږ را غبرگ کړ:

''د ژغورنې ملي جبهه د مصر ستر ولس ته بلنه ورکوي چې د سې شنبې ورځ د ۲۰۱۲ کال دسمبر پر ۱۲ مه په سوله ييز ډول د پلازمېنې او ولايتونو په ميدانونو کې د خلکو غوښتنو ته د ولسمشر درناوي نه کولو په ردونې سره راغونډ شي، او هغه اساسي قانون رد کړي چې پر حقونو او ازاديو تپل شوی دی.

د ژغورنې ملي جبهه د دسمبر پر ۱۵ مه ترسره کېدونکې ټولپوښتنې په تړاو خپل بشپړ رد اعلانوي، او د يوې داسې ټولپوښتنې پر ردونې ټينګار کوي چې له شک پرته به شخړې او بېلتون زيات کړي.''

څپ څپاند حالت

له دې سره به په مصر کې له وړاندې څپ څپاند حالت لا نور ترينگلى شي.

د مصر پوځ

د مصر ولسمشر پر پوځ د مهمو ځايونو د ساتنې غږ کړى دى.

د ولسمشر مخالفين او ملاتړي د پلازمېنې قاهرې په بېلابېلو برخو کې سره راغونډ شوي او په يوې غاړې کې هم جوړجاړي ته د لېوالتيا نښې نښانې نه تر سترگو کېږي.

وېره ده چې يو ځل بيا به د ښاغلي مرسي د مخالفينو او ملاتړو ترمنځ نښتې رامنځ ته شي.

د مصر ولسمشر پر پوځ د مهمو ځايونو د ساتنې غږ کړى دى.

د مصر د پوځ يوۀ وياند د شنبې په ورځ وويل پوځ به چا ته د تاوتريخوالي اجازه ورنه کړي او له ټولو سياسي گوندونو نه يې په ټينگه وغوښته چې خبرو اترو ته دې مخه کړي.

خو دا چې حکومت مخالفو د ولسمشر مرسي تيرېدنه په څرگنده ردکړې نو اوس لپاره د خبرو اترو شونتيا نه ښکاري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .