پاکستان: امریکايی مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوی

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

اسلام اباد کې په دا وروستیو میاشتو کې مذهب ته د سپکاوي په تور دغه دویم کس نیول شوی دی.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو یو امریکایی سړی مذهب ته د سپکاوي په تور نیولی.

د ځايي پولیسو یوه مشراشرف شاه بي بي سي ته ویلي، چې نیول شوي پاکستاني توکمه امریکايي ډاکټر افتخار د (رتبه رسول) په نوم کتاب لیکلی، چې په کې د پولیس په خبره د اسلام پیغمبر (ص) ته سپکاوی شوی.

ځايي پولیس چارواکي وايي د دغه کتاب د خپرېدو او په دې کې د شته لیکنو ضد ځايي خلکو احتجاجي مظاهره وکړه او لارې یې وتړلې.

د نوموړي په وینا له همدې امله ځايي چارواکو د نیول شوي سړي په ضد محکمې ته شکایت وکړ.

د ځايي پولیسو مشر لعل دین وايي د نیول شوي سړي په خلاف د هغه وراره محمد عثمان محکمې ته په رسمي توګه عریضه کړې. د نوموړي په خبره ډاکټر افتخار تر ډېرې مودې امریکا کې اوسېده او هلته یې په کیمیا کې دکتورا تر لاسه کړې.

ځايي پولیس وايي نوموړی مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوی، چې که پرې لګېدلی تورثابت شي، نو د پاکستاني قانون له مخې د مرګ سزا ورکول کېږي.

پولیس وايي نوموړی له تېرو پنځو کلونو راهیسې پاکستان کې اوسېږي او په همدې موده کې یې کتاب لیکلی.

له دې مخکې رمشا مسیح نومي عیسوي نجلۍ هم مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوې وه.

پولیسو دغه کتاب په خپله ولکه کې اخیستی او نیول شوی کس یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نامامعلوم ځای ته لېږدولی.

اسلام اباد کې په دا وروستیو میاشتو کې مذهب ته د سپکاوي په تور دغه دویم کس نیول شوی دی.

له دې مخکې رمشا مسیح نومي عیسوي نجلۍ هم مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوې وه، چې وروسته یې د محکمې له لوري ضمانت ومنل شو او بالاخره یې هغه قضیه ختمه کړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .