دمشق: په یوه ښار کې دوه ښارونه

د خپريدو وخت: 11:03 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

د سوریې پلازمېنه دمشق دا مهال د پاڼ او پړانګ ترمنځ حالت کې ده. زه د ښار په منځ کې یم. دغه ځای د نړۍ له نورو ځایونو ډېر لېرې نه دی.

په دغه ځای کې ۱۴۰۰ کال پخوانی امیه جومات موجود دی. دلته د تاریخ لړۍ یوه پر بله باندې دي.

په بازار کې رومي ستنو محرابي چتونه په اوږو بار کړي. خلک اوس هم په دغه کوڅه کې ژوند کوي او روزګار کوي، چې الشارع المستقیم بلل کېږي.

دغه ځای دی، چې په اړه یې انجیل کې لیکل شوي، چې سینټ پال دمشق ته پر لار، له ړندېدو وروسته په کې اوسېد.

دې دمشق ته څېرمه په څنډو کې یو بل دمشق ودان دی، چې وسله وال یاغیان یې په ډېره برخه واکمن دي او دولتي پوځ کلابند کړی دی.

زه برتانوی یم، د ښار له خواوشا ویلو سره مې په ذهن کې باغونه، باغیچې او ښوونځي ته د روانو ماشومانو تصویرونه رابرسېره کېږي، خو د دمشق څنډې هغسې نه دي.

دغه ځای د کانکریټ او خښتو جوړ ځنګل دی، چې د هغو بې وزله کسانو لپاره ودان شوی، چې د وزګارۍ او لوږې له امله له خپلو کلیو دغه ځای ته د روزګار په لټه کوچېدلي وو.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ تر منځ کلونو په اوږدو کې د سختې وچکالۍ له امله د رامنځ ته شوي حالت له امله هم یو شمېر کسان د بشارالاسد په مخالفت کې له ځانه تېرېدو ته چمتو دي.

د ملګرو ملتو د چارواکو په وینا د دې وچکالۍ له امله نژدې اته سوه زره کسانو وزګار شول او په شمال ختیځه سوریه کې نژدې ۸۵ سلنه څاروي مړه شول.

حکومت هاغه مهال حالت نور ترېنګلی کړ، چې د ډېرو ځمکو درلودونکو ته یې امتیازات ورکړل، چې د غنمو او مالوچو په څېر ډېرې اوبه څښونکې کروندې یې وکرلې. اوس شمال ختیځه سوریه د یاغیانو مرکز دی.

یو شمېر هغه کسان، چې اوس د دمشق په څنډو کې د ولسمشر په ضد ټوپک پر اوږه ګرځوي، یو وخت یې په وچو او بې محصوله کروندو کې بزګري کوله.

یو شمېر هغه کسان، چې اوس د دمشق په څنډو کې د ولسمشر په ضد ټوپک پر اوږه ګرځوي، یو وخت یې په وچو او بې محصوله کروندو کې بزګري کوله.

دوی د غوسې او تاوتریخوالي له امله حالات بدلول غواړي.

یوه میاشت وړاندې د سوریې جګړه د ځنډ ښکار وه، یو لوری پر بل پیاوړی نه معلومیده، خو اوس داسې نه ده، ځکه وسله والو یاغیانو په دمشق کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.

زه وروستی ځل په جنورۍ کې دلته راغلی وم، له هغه وروسته مې ونه کړای شول دلته راشم، ځکه د سوریې ویزه تر لاسه کول ډېر ګران دي.

د کال په پیل کې لومړی ځل وسله وال یاغیان دلته ولیدل شول. یو ګهیځ، چې زه له نورو خبریالانو سره د یوه مظاهره کوونکي د جنازې په مراسیمو کې د ګډون لپاره روان وم، نو هغه مهال ډېر حیران شوم، چې د پولیسو له وروستۍ پوستې لږ وروسته د ازادې سوریې د پوځ سیمه پیل شوه.

له هغه راهیسې یاغیانو خپل زور زیاتول پیل کړل. داسې نه معلومیږي، چې دمشق به ژر فتح شي، خو د دې منځ او د حکومت مرکز داسې محسوسوي، چې کلابند دي.

"که سیاسي جوړجاړی ونه شي، نو سوریه به یو نابریالی هېواد شي او دغه ځای کې به د سومالیا په څېر جنګسالارانو واکمنې رامنځ ته شي، بلکې د سومالیا په پرتله به ناوړه حالت رامنځ ته شي، ځکه سومالیا په نسبي توګه یو ګوښی هېواد دې، خو سوریه له خپلو خواوشا ګاونډ سره د مذهبي، توکمیزو او کورنیو خپلویو په وسیله ګنډلې ده."

مختار لاماني

که څه هم ډېر سړکونه د حکومت په ولکه کې دي، خو د دولتي ودانیو او پوځي مرکزونو شاوخوا د بمي بریدونو د مخنیوي لپاره هر ځای امنیتي تدابیر لیدل کېږي.

د ښار ځنډو ته پر غځېدلو سړکونو خنډونه درول شوي، چې له امله د دمشق ښاریان په اوږدو ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ایسار لېدل کېږي. پر دې سربېره د راکټي بریدونو ستونزه هم شته.

که څه هم توپونه او راکټونه د ښار د څنډو لور ته ویشتل کېږي، خو شپه او ورځ یې غږونه اورېدل اعصاب ځپونکې تجربه ده.

څو ورځې مخکې له مختار لاماني سره غږېدم، چې د ملګرو ملتو له استازي اخضر ابراهیمي سره کار کوي، فکر کوم له دې زیات ګران کار به بل نه وي، چې دوی یې کوي.

دوی د ستونزې لپاره سیاسي حل غواړي. لاماني وايي که سیاسي جوړجاړی ونه شي، نو سوریه به یو نابریالی هېواد شي او دغه ځای کې به د سومالیا په څېر جنګسالارانو واکمنې رامنځ ته شي، بلکې د سومالیا په پرتله به ناوړه حالت رامنځ ته شي، ځکه سومالیا په نسبي توګه یو ګوښی هېواد دې، خو سوریه له خپلو خواوشا ګاونډ سره د مذهبي، توکمیزو او کورنیو خپلویو په وسیله ګنډلې ده.

سوریه د منځني ختیځ په یوه خورا حساس ځای کې موقعیت لري. د سوریې ګاونډي هېوادونه، ترکي،اردن او اسراییل له مخکې نه د سوریې له کورنۍ جګړې اغېزمن شوي . حالت خورا پېچلی دی او د پایلو تصور کول هم ناشونی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .