انګلستان او وېلز کې د مسلمانانو شمېر دوه برابره شوى

د خپريدو وخت: 15:20 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

د هغو خلکو شمېر چې په ټوله کې ځانونه په هيڅ مذهب پورې نه تړي هم په بيساري توگه ختلى.

تېرو لسوکلونو کې په انگلستان او وېلز کې د هغو بهرنيانو په شمېر کې دوه پر درې ډېروالى راغلى چې دغلته زېږېدلي دي. ډېرى دغه بهرنيان له آره هنديان، پولنډيان او پاکستانيان دي. دغه موندنې د تېرکال له ترسره شوې سرشميرنې لاسته راغلي دي.

دارنگه د سرشمېرنې پاېلې ښيي چې د مسيحيانو شمېر کم شوى او د هغو کسانو چې پر خداى باور نه لري شمېر بيا ختلى دى.

هرو لسوکلونو کې سر شمېرنه ترسره کېږي چې له حکومت سره د پلان جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د سرشمېرنې پرمهال دا جبري ده چې خلک د خپلې دندې، روغتيا، سر سيوري او خپلې توکمېزې مخېنې په تړاو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د وروستۍ سرشمېرنې پاېلې ښيي چې د انگستان اوويلز دوگړو انډول په تيره بيا د وروستۍ لسيزې د کډوالۍ له کبله په بي ساري توگه بدل شوى دى.

د بېلگې په توگه د لومړي ځل لپاره اوس سپين پوټکي د لندن د استوگنو اکثريت نه جوړوي.

"اوس سپين پوټکي د لندن د استوگنو اکثريت نه جوړوي"

د سرشمېرنې د ملي ادارې يو چارواکى گوډ وين وايي په مذهبي برخه کې هم بدلونونه راغلي دي.

ګوډ وین زیاتوي "د وگړو په مذهبي جوړښت کې هم ستر بدلونونه رادبره شوي دي. د مسلمانانو شمېر دوه برابره شوى او اوس دوى د انگستان او وېلز د وگړو پنځه سلنه جوړوي، او هغه خلک چې ځانونه مسيحيان بولي شمېر ديارلس سلنه ټيټ شوى دی."

د هغو خلکو شمېر چې په ټوله کې ځانونه په هيڅ مذهب پورې نه تړي هم په بيساري توگه ختلى.

د انگستان په ختيځ کې د نارويچ په ښار کې چې کليسا په کې ډيره پياوړي ده، د هغو خلکو شمېر بيا تر ټولو ختلى چې پر خداى باور نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .