شمالي کوریا لېرې واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی

د خپريدو وخت: 08:21 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391

توغندی د شمالي کوریا له لوېدیځ ساحل څخه له ځايي وخت سره سم په نهه بجې او ۴۹ دقیقې وتوغول شو.

شمالي کوریا د نړیوالي ټولنې له خبرداري سره سره د لېرې واټن ویشتونکي توغندي بریالۍ ازموینه کړې.

دغه توغندی د شمالي کوریا له لوېدیځ ساحل څخه په ځايي وخت نهه بجې او ۴۹ دقیقې وتوغول شو او له رپوټونو سره سم پر ټاکلې لار یې بریالی سفر وکړ.

له دې مخکې شمالي کوریا د روان کال په اپریل میاشت کې هم دغه ډول ازموینه کړې وه، خو هغه توغونه ناکامه شوه.

د شمالي کوریا چارواکي وايي د دې توغندي په وسیله یوه سپوږمکۍ مدار ته استول شوې ده. د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي، چې " د دسمبر په ۱۲ زموږ کوانګ میونګ سونګ دریم سټلایټ دویمه بڼه د لېږلو پروسه بریالۍ وه او مصنوعي سپوږمکۍ له پروګرام سره سم مدار ته ولېږل شوه."

شمالي کوریا تل ویلي، چې د توغنديو ازمویلو پروګرام یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی، خو د شمالي کوریا د ګاونډیانو جنوبي کوریا او جاپان په ګډون د امریکا متحده ایالات وايي، شمالي کوریا په دې ازموینو سره غواړي چې اوږده واټن ویشتونکي توغنديو ازموینه تر سره کړي.

جنوبي کوریا دغه ازموینه غندلې او جاپان د امنیت شورا غونډې بللو غوښتنه کړې.

د جاپان حکومت ویاند دغه ازموینه خواشینونکې بللې او ویلي یې دي، چې هېواد یې دغه ډول پېښې زغملو ته چمتو نه دی.

د چاپاني حکومت په وینا په ظاهره توغندی د اوکیناوا ایالت د پاسه تېر شوی، خو دوی یې د ویجاړولو هڅه نه ده کړې.

جاپان خپل ځواکونه له مخکې نه د توغندوي ازموینې په اړه خبر کړي وو او خبرداری یې ورکړی و، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ضد هره وسیله به شنډه کړي.

"د جنوبي کوریا ولسمشر لي میګ باک د حالت په اړه د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو بېړنۍ غونډه رابللې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وايي حکومت یې دغه ازموینه په کلکه غندلې."

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاب ویلي، چې د دغه توغندي یو څه پاتې شونې په زیړ سمندر کې او د چاپان په وینا پاتې برخه یې د فلپین په ختیځ کې غورځېدلي.

د جنوبي کوریا ولسمشر لي میګ باک د حالت په اړه د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو بېړنۍ غونډه رابللې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وايي حکومت یې دغه ازموینه په کلکه غندلې.

په سیول کې یوه حکومتي ویاند وویل، په کار ده چې د دې ازموینې د بریالیتوب او یا ناکامۍ معلومولو لپاره څېړنه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي دوی د دې ازموینې په اړه معلومات لري، خو سم لاسي د امریکا حکومت کوم غبرګون نه دی ښوولی.

له دې مخکې د جنوبي کوریا او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له شمالي کوریا غوښتي و، چې د راکټ له ازموینې تېر شي او خبراداری یې ورکړی و، چې دغه ډول ازموینه د ملګرو ملتونو د تړونونو ضد کار دی، چې په کې تر اوږده واټن ویشتونکو توغندیو پر ازموینې بندیز لګېدلی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .