مشهور ستار غږونکی روي شنکر ومړ

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391

روي شنکر په ۱۹۲۰ کال کې د وارانیسي( بنارس) ښار د یوې بنګالي کورنۍ کره وزېږېد.

د هندوستان مشهور ستار غږونکی پنډت روي شنکر له لنډې مودې ناروغۍ وروسته د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې ومړ.

نوموړی ۹۲ کلن و او له تېرو څو ورځو راهیسې د سږو په ناروغۍ اخته و.

روي شنکر په دا وروستیو کې د ساه اخېستو پر مهال له تکلیف سره مخامخ کېده، چې له امله یې د سان ټیاګو په سکرپس روغتون کې بستر شوی و.

روي شنکر په ۱۹۲۰ کال کې د وارانیسي( بنارس) ښار د یوې بنګالي کورنۍ کره وزېږېد.

نوموړی په لومړیو کې د خپل ورور په هنري ډله کې د نڅا کوونکي په توګه شامل و.

له ۱۸ کلنۍ وروسته یې نڅا پرېښوده او ستار غږول یې پیل کړل. ده د خپل هنر په وسیله نړیوال شهرت وموند.

روي شنکر د بیټلز او رولنګ سټون په څېر مشهورو موسیقي ډلو سره هم د موسیقي په برخه کې کار کړی و.

نوموړي په لوېدیځ کې د هندوستاني موسقي په محبوبیت کې لویه ونډه درلوده، په لوېدیځه نړۍ کې یې هم خورا ډېر محبوبیت درلود او درې ګرامي جایزې یي تر لاسه کړې.

روي شنکر د بیټلز او رولنګ سټون په څېر مشهورو موسیقي ډلو سره هم د موسیقي په برخه کې کار کړی و.

له دې سره سره ده د رچارډ اټنبرو د مشهور فلم ګاندي په شمول د یو شمېر فلمونو لپاره هم موسیقي کمپوز کړې وه.

د هندوستان حکومت نوموړي ته پدم بهوشن او د دغه هېواد تر ټولو ستر ملکي اعزاز بهارت رتن هم ډالۍ کړل.

د نوموړي دوې لوڼې ستار غږونکې انوشکا شنکر او ګرامي جایزه ګټونکې نورا جونز د موسیقي په نړۍ کې لوړ مقام لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .