د ناوې تښتونې پر سر بحث د قرغزستان خلک سره وویشل

د خپريدو وخت: 19:04 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

په ډېرو قضیو کې تښتول شوې ښځه لومړۍ شپه د جنسي تیرې ښکار کېږي او په زور ساتل کېږي

د قرغزستان پارلمان به په نږدې وخت کې هغه قانون تصویب کړي چې له مخې به یې د ناوې تښتونې د جرم سزا سخته شي.

د دغه قانون مسوده په تاوده بحث بدله شوې چې په ترڅ کې یې د هغه هېواد خلک او پارلمان په دوه ډلو ویشل شوي دي.

یوه یې هغه ډله ده چې د خپل کلتور د یوې برخې په توګه د ناوې تښتونې دفاع کوي او بله هغه بیا دا کار یو لوی جرم ګڼي.

ناوې تښتونه په قرغزستان کې یوه عامه خبره ده. د شکایتونو د ثبت د دفتر په وینا په ټول هېواد کې هر کال کابو ۸۰۰۰ انجونې تښتول کېږي او په زوره ودېږي.

خو په بشکیک ښار کې د ښځو د ملاتړ مرکز ټبلیو ایس سي بیا دغه شمېر ډېر لوړ یعنې په کال کې ۱۲۰۰۰ انجونې ښیي او وایي ډېری دغه پېښې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې پېښېږي.

د ښځو د ملاتړ مرکز د هغې شبکې یوه برخه ده چې د ناوې تښتونې پر وړاندې مبارزه کوي. ۳۸ کلنه زبیلا متاییوا تېر کال وروسته له هغې دغه مرکز سره یو ځای شوه چې په کور کې یې یوه غمجنه پېښه را منځته شوه.

"ناوې تښتونه په قرغزستان کې یوه عامه خبره ده. د شکایتونو د ثبت د دفتر په وینا په ټول هېواد کې هر کال کابو ۸۰۰۰ انجونې تښتول کېږي او په زوره ودېږي"

د هغې خور چې چولپون متاییوا نومېده د خپل خاوند لخوا د واده لپاره وتښتول شوه چې وروسته یې بیا هر وخت وهله.

لس کاله وروسته کله چې چولپون له خپل خاوند نه د طلاق غوښتنه وکړه نو هغه یې ووژله. د هغې خاوند د خپلې میرمنې د وژلو په جرم په ۱۹ کاله بند محکوم شو.

چولپون چې ۱۹ کاله عمر درلود د خپل خاوند لخوا په داسې حال کې وتښتول شوه چې هغې ډېر کم پېژنده. هغې نه غوښتل ورسره واده وکړي خو د ډېرو نورو ښځو په شان د خاوند له پرېښودو یې شرم او وېره لرله.

زبیلا وایی د ناوې تښتونه خپله یو قانون دی. هغه زیاتوي که چېرې وتښتول شوې نو ته مجبوره یې هلته پاتې شې. د هغې په وینا چولپون د خپل خاوند د خپلوانو لخوا له ډېر روحي فشار لاندې وه.

هغو ورته ویلې وو چې دوی هم تښتول شوې دي او دا یې هم ویل چې له اوښکو سره کور ته ننوتل د یو ښه او خوشحاله ژوند پېل دی.

زبیلا وایي، چولپون خپل ځان ورک کړی وو. هغې فکر کاوه که د خاوند کور پرېږدي نو و به وژل شي، دا کار به يې هغه او کورنۍ وشرموي او د کلي پرېښودو ته به اړ شي، نو ځکه د خاوند په کور کې پاتې شوه.

په ډېرو قضیو کې تښتول شوې ښځه لومړۍ شپه د جنسي تیرې ښکار کېږي او په زور ساتل کېږي. وروسته له دې ډېری ښځې واده کولو ته زړه ښه کوي ځکه که نکاح ونه کړي نو بدنامېږي.

او که د خاوند د کور پرېښودو پریکړه وکړي نو بې عفته ګڼل کېږي او نه شي کولای بیا واده وکړي.

تېر کال د ښځو چارو د ګڼ شمېر موسسو فعالانې د کمپاین ۱۵۵ تر نامه لاندې سره راټولې شوې. دغه نوم د جزا قانون له هغې مادې څخه اخیستل شوی چې ناوې تښتونه په کې جرم ګڼل شوی دی.

دغو فعالانو د موټرسایکل چلولو، پر سړک رسم ښکلو او د سیمینارونو د جوړولو په څېر کارونه وکړل ترڅو نوې مسودې ته د خلکو پام را واړوي.

"تاسو چې هر ډول قانون جوړ کړي، دا کلتور شتون درلود او شتون به ولري"

د بشکیک یو اوسیدونکې

هغو د چولپون په شان قضیو پر سر بحث وکړ او ویې ویل هغه ګډ ژوند چې په تاوتریخوالي پیل شي خوشحالي په کې نه وي.

زموږ کلتور

د اوسني قانون پر بنسټ که یو سړی یوه ښځه د هغې د غوښتنې پرته وتښتوي نو تر ۳ کلونو پورې زنداني کېدلی شي. خو په نوي قانون کې دغه موده ډېره شوې او د ۳ کلونو پرځای د ۷ کلونو – چې دمخه ۱۰ کاله وو - وړاندیز شوی دی.

د ښځو د ملاتړ مرکز یوه غړې ریما سلطانوا وایي، دا زیاتی دی.

د څاروي د غلا کولو سزا ۱۱ کاله ده خو د یوې انجلۍ تښتونه تر ډېره ۳ کاله سزا لري.

د پارلمان یوه بله غړې اینورو التیبایوا چې نوې مسوده یې جوړه کړې وایي د اوسني قانون پر بنسټ ډېرې کمې پېښې محکمې ته راوړل کېږي. اصلي دلیل یې دا دی چې دعوا هغه وخت پېلېږي چې تښتول شوې انجلۍ شکایت وکړي.

خو تښتول شوې ناوې تر ډېره شکایت نه کوي ځکه هغوی نه غواړي د خلکو پام ځانته را وګرځوي.

که د قانون بدلون ومنل شي نو د ناوې تښتونه به یو سخت جرم وګڼل شي. آغلې التیباییوا زیاتوي دا به په دې مانا وي چې دولت پرته له دې چې د تښتول شوې انجلۍ شکایت ته په تمه کیني خپله د څارنوالانو او د قانون د تنفیذ د ادارو پر مټ کولای شي حقوقي دعوا پیل کړي.

د یادونې ده چې د پارلمان ټول قانون جوړوونکي د دغې مسودې ملاتړ نه کوي. ځینې یې په دې باور دي چې دغه کار د قرغز کلتور پر خلاف دی او پر ټولنې به ډېرې بدې اغیزې ولري.

د کال په لومړیو کې او د نوې مسودې پر سر د یو بحث په ترڅ کې د پارلمان یو غړي ښاغلي کوجوبیک ریسپایف وویل، که د ناوې تښتونې د جرم سزا ډیره شي نو موږ به د قرغزستان ټول نارینه په زندان کې واچوو.

د مسودې مخالفین بیا ادعا کوي چې د ناوې تښتونه په ټولنه کې یو مهم رول لوبوي.

"دا زیاتی دی. د څاروي د غلا کولو سزا ۱۱ کاله ده خو د یوې انجلۍ تښتونه تر ډېره ۳ کاله سزا لري."

ریما سلطانوا

کله چې قرغزستان کې یو نارینه یو ټاکلي عمر ته رسېږي نو د مور، پلار او خپلوانو لخوا تر ډېر فشارلاندې راځي تر څو واده وکړي.

د ناوې تښتونه ډېرو په ځانګړې توګه غریبو کورنیو ته د خپل د زوی د واده لپاره تر ټولو چټکه او ارزانه لاره ده.

که نوې مسوده تصویبه شي نو ټول هغه خپلوان به د حبس سزا وویني چې څه نا څه د ناوې تښتونې په پروسه کې ښکېل دي.

د بشکیک یو اته څلوېښت کلن اوسیدونکې بوبیک وویل، تاسو چې هر ډول قانون جوړ کړي، دا کلتور شتون درلود او شتون به ولري.

هغه زیاته کړه چې قانون به فساد ته لاره هواره کړي دا ځکه چې نارینه به له ستونزې نه د ځان د خلاصون لپاره رشوت ورکوي.

د قرغزستان د پارلمان یو بل غړی ښاغلی کورمنتی ابدییف په دې باور دی چې د قانون بدلونونه به لږه اغېزه ولري. هغه بی بی سی ته وویل چې د سزا سختولو سره موږ نه شو کولای خلک د جرم له ارتکاب څخه منع کړو.

آغلې التیباییوا دا مني چې نوی قانون به سمدلاسه ټولې ستونزې حل نه کړي خو وایي دا کار به د دې ستونزې په اړه د حکومت دریځ روښانه کړي.

هغه وایي حکومت کولای شي چې د ناوې تښتونه د کلتور پر ځای یو جرم وګڼی او دې سره د خلکو ذهنیتونه بدل کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .