روسي قانون د امریکایانو په ورتګ بندیز لګولی

د خپريدو وخت: 10:47 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391
د روسیې پارلمان

ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې پنجشنبې په ورځ د پارلمان له لوري ددغه قانون ملاتړ کړی و.

د روسیې پارلمان "دوما" روسیې ته د هغو امریکايانو د ننوتلو د مخنیوي قانون منلی دی، چې په بشري حقونو د سرغړونو تورونه پرې لګول شوي دي.

روسیې ویلي، چې دا ګام یې د امریکا د کانګرس له لوري د مګنیتسکي د قانون د تصویب په غبرګون کې اخیستی دی.

وړاندې د امریکا کانګرس هغه قانون منلی و، چې امریکا ته باید د بشري حقونو سرغړوونکو روسانو ته وېزې ورنه کړل شي.

دوما په اکثریت رایو په درو پړاوونو کې دغه قانون تصویب کړی دی.

دغه نوی قانون د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له لوري د کانګرس له خوا د ورلېږل شوي قانون تر لاسلیک څو ساعته مخکې تصویب شوی دی.

د نوي قانون پرخلاف د دوما له ۴۵۰ غړو یوازې دوو یې مخالفت کړی دی.

دغه نوي امریکايي قانون د مګنیتسکي قانون" نوم ورکړل شوی.

مګنیتسکي هغه روسی وکیل و، چې په ۲۰۰۹ کال په روسي زندان کې ومړ.

ددغه قانون له مخې، امریکايي چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د بشري حقونو هېڅ کوم سرغړوونکي روسي وګړي ته وېزه ورنه کړي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې پنجشنبې په ورځ د پارلمان له لوري ددغه قانون ملاتړ کړی و.

په دغه قانون کې په بشري حقونو د سرغړونو د تورنو امریکایانو د هغو شتمنیو د کنګل کېدو امر هم شوی، چې په روسیه کې دي.

پوتین ویلي، امریکايي قانون د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

اوس د روسیې دغه قانون مشرانو جرګې ته د موافقې لپاره استول کېږي، خو ترې وړاندې د روسي ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .