پېړۍ وروسته یوه کور کې نجلۍ وزیږېده

د خپريدو وخت: 07:45 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

اوین یوه اونۍ مخکې د سوانزي په سنګلټن روغتون کې وزیږېده او په لومړي سر کې یې وزن اته پاونډه و.

د برتانیا د ویلز سیمې په سویل لوېدیځ کې د یوې کورنۍ کره له ۱۰۳ کلونو وروسته د نجلۍ زیږېدو له امله د خوښي مراسم تر سره کېږي.

اوین ګوینیت جنکنز له ۱۹۰۹ راهیسې په کارمنتن شایر سیمه کې د جنکنز کورنۍ کره زیږېدلې لومړۍ نجلۍ ده.

د دې کورنۍ غړو وویل، دوی ته هم په دې اړه معلومه نه وه، خو کله چې یې د خپلې کورنۍ د تېر مهال په اړه پوښتنې ګروېږنې وکړې، نو معلومه شوه، چې د دې نجلۍ د زیږېدو پېښه څومره (خاص ) ده.

د اوین پلار ایمیر اعتراف وکړ، چې لومړی خو د ده لپاره دا هر څه حیرانکونکي وو، خو د ده په خبره د نجلۍ له زیږېدو وروسته نوموړي په دې اړه خبرې کول او فکر کول پیل کړل.

د ده په وینا له هغه وروسته یې د خپلې کورنۍ د تېر په اړه معلومات راټول کړل او ورته معلومه شوه، چې په کورنۍ کې یې ۱۰۹ کاله وروسته نجلۍ زیږېدلې ده.

اوین یوه اوونۍ مخکې د سوانزي په سنګلټن روغتون کې وزیږېده او په لومړي سر کې یې وزن اته پاونډه و.

د اوین له زیږېدو مخکې ساره اولون جنکنز د دې کورنۍ کره زیږېدلې وروستۍ نجلۍ وه، چې د ۱۹۰۹ په اکتوبر کې وزیږېده.

د اوین له زیږېدو مخکې ساره اولون جنکنز د دې کورنۍ کره زیږېدلې وروستۍ نجلۍ وه، چې د ۱۹۰۹ په اکتوبر کې وزیږېده.

د اوین پلار وايي اوین خورا ښکلې ماشومه ده، چې ځورول نه کوي، ټوله شپه ویده وي او د خپل ورور په پرتله یې پالنه ښه کېږي.

د اوین نیکه هوول جنکنز ویلي، ده ته معلومه وه، چې له اوین نه مخکې ساره اولون جنکنز وروستۍ نجلۍ وه، چې د ده په کاله کې زیږېدلې وه.

هوول وویل، چې له ساره وروسته زما د پلار او د هغه د وروڼو کره یوازې هلکان زیږېدل، بیا زما کره هم هلکان وزیږېدل او اوس هغه دی ډېر وروسته زما د زوی کره لور وزیږېده. د نوموړي په وینا دی او مېرمن یې ډېر خوښ دي او دا ډېره ګلالۍ نجلۍ ده، چې د زیږېدو له کبله یې ټول کهول خوښ دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .