په نړۍ کې چاغ کسان ۸۲ سلنه ډېر شوي

د خپريدو وخت: 12:26 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

د چاغو کسانو شمېر ۸۲ سلنه زیات شوی دی.

د یوې څېړنې له مخې په نړۍ کې د چاغو کسانو شمېر ۸۲ سلنه زیات شوی دی. په څېړنه کې ویل شوي، چې دغه شمېر د تېرو دوو لسیزو په موده کې ډېر شوی.

په منځني ختیځ کې دغه شمېر سل په سلو کې ډېر شوی دی.

له څېړنې سره سم د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې ۳۰ لکه کسان د چاغښت له امله مړه شول.

د مړینې دغه کچه د خوارځواکۍ له امله د رامنځ ته شوې مړېنې په پرتله درې چنده ډېره ده.

یوازې په نیمه سارایي افریقا کې حالت بل ډول دی.

دغه شمېرې په هغه څېړنه کې مخې ته راغلې، چې تر اوسه پورې تر ټولو لویه ده. د لینسټ نومي ادارې په دې څېړنه کې د تېرو دوو لسیزو حالت ته کتنه شوې.

په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د خلکو اوسط عمر ډ‌ېر شوی، خو ورسره خطرناکې ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

بل لور ته یو شمېر هېوادونو کې د نورو په پرتله اوسط عمر کې څرګند توپیر لیدل شوی.

په نیمه سارايي افریقا کې د ژر مړینې شمېر ډېر شوی.

د ۱۹۹۰ په اوږدو کې په ماشومانو کې خوارځواکي ډېره وه، چې اوس په کې دوه دریمه برخه لږوالی راغلی.

"د ایډز له امله په ۲۰۱۰ کال کې یو نیم میلیون کسان وژل شوي دي."

نوې څېړنه

خو د ناروغیو په برخه کې یو شمېر ډارونکو عنصرونو ته اشاره شوې.

د بېلګې په توګه د ایډز له امله په ۲۰۱۰ کال کې یو نیم میلیون کسان وژل شوي دي.

په نړیواله کچه د روغتیايي ستونزو لوی سببونه لوړ فشار، او د سګریټو او شرابو کارونه بلل شوي دي.

دغه څېړنه په پنځو کلونو کې بشپړه شوې، چې ۵۰۰ څېړونکو په کې برخه اخیستې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .