ودیا بالن واده وکړ

د خپريدو وخت: 09:43 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

دغه جوړا به په چنای ښار کې هم د واده مراسیمو په لړ کې یوه میلمستیا وکړي.

د هندي فلمونو مشهورې لوبغاړې ودیا بالن واده وکړ. ودیا په ممبۍ کې له خپل ملګري سدارت رای کپور سره واده وکړ.

په واده کې د زوم او ناوې دواړو خپلوانو او دوستانو ګډون کړی و او دغه واده د پنجابي او تامل کلتورونو د نژدې والي یوه بېلګه بلل شوې.

رای کپور په هندوستان کې د فلمونو او ټیلویزیوني خپرونو د یوې مشهورې چمتو کوونکې کمپنۍ یو ټي وي موشن پکچرز مشر دی. د پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي، چې د واده مراسم د ډسمبر په ۱۱ نېټه پیل شول.

دغه جوړه به په چنای ښار کې هم د همدې مراسمو په لړ کې یوه میلمستیا وکړي. ۳۴ کلنې ودیا بالن تر اوسه پورې په یو شمېر هندي، بنګالي او ملیالم فلمونو کې رول لوبولی او د خپل هنر د ستاینې په توګه یې یو شمېر جایزې تر لاسه کړې دي.

نوموړې په ۲۰۰۵ کال کې له (پرینیتا) نومي فلم څخه هنري فعالیت پیل کړ او (لګې رهو منا بهايي) نومي فلم یي ډېر بریالی بلل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .