فلپین کې توپان تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:29 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

له توپان سره ګڼ باران او بادونه هم مله وو، چې په یوه ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره ګړندي چلېدل.

فلپین کې ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په جنوبي سیمو کې د سخت توپان له امله د وژل شویو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو اوښتی.

د فلپین د مدني خوندیتوب د ادرې مشر بېنیتو راموس ویلي، چې د بوفا نوي توپان له امله اوس هم نژدې ۸۵۰ کسان تري تم دي.

د نوموړي په خبره داسې اندېښنې شته، چې مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

دغه سمندري توپان د ډسمبر په څلورمه د فلپین جنوبې برخې سختې وځپلې.

له توپان سره ګڼ باران او بادونه هم مله وو، چې په یوه ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره ګړندي چلېدل.

ځايي چارواکي وايي د توپان پر مهال هغه کب نیونکي هم لا درکه شوي، چې له توپان نه مخکې د کبانو نیولو لپاره په سمندر کې موجود وو.

له ای ایف پي خبري اژانس سره د خبرو پر مهال راموس وویل، چې د مړینې کچې لوړېدو خطر ډېر دی. د ده وویل، موږ پرون هم یو شمېر جسدونه تر لاسه کړل، چې تر غورځېدلو ونو او د ورانو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې پراته وو.

له افتونو وروسته د بیا رغونې ادارې مسوولین وايي دا مهال د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲۰ کسانو ته رسېدلی او په پراخه کچه د مرستو رسولو پروګرام جاري دی.

د دې ادارې مسوولین وايي تر ۲۷۰۰۰ ډېر کسان په خوندې ځایونو کې اوسي او یو شمېر نور بیا د خپلو خپلوانو په کورونو کې استوګن دي.

د توپان له امله په سیمه کې د تګ راتګ او مخابراتو شبکو ته هم درانه زیانونه اوښتي، چې له امله يي د مرستو رسولو چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

له افتونو وروسته د بیا رغونې ادارې مسوولین وايي دا مهال د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲۰ کسانو ته رسېدلی او په پراخه کچه د مرستو رسولو پروګرام جاري دی.

له دې مخکې د دغه هېواد د ټولنیزې خیر ښیګړې وزیر کورازون سولیمن ویلي و، چې توپان ځپلو سیمو ته د اړتیا وړ شیان او د جسدونو لپاره کڅوړې استول کېږي.

نوموړي ویلي و چې د وژل شویو کسانو جسدونه د باتان په سیمه کې په لارو کوڅو کې پراته دي او موږ نه غواړو، چې ناروغۍ خپرې شي.

تېر کال په فلپین کې د واشي نومي توپان له امله تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د فلپین ولسمشر بېنینو اکینو د توپان د تېرېدو په سییمو کې له مېشتو خلکو غوښتي و، چې باید دغه توپان بابېزه ونه بولي.

نوموړي ویلی و چې احتمال شته دغه توپان خورا سخت وي، خو موږ له یوه بل سره د مرستو په وسیله کولای شو د زیان د ډېرېدو مخه ونیسو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .