د جسدونو سپکاوي کوونکي پوځي ته سزا ورکړل شوه

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

د طالبانو د مړو د سپکاوي ویډیو د روان کال په جنورۍ کې خپره شوه.

هغه امریکايي پوځي ته سزا ورکړل شوې، چې د وژل شویو طالبانو د جسدونو سپکاوی یې کړی و.

د پوځي محاکمې پر مهال جوزف چیمبلن اعتراف کړی و، چې د جسدونو سپکاوی یې کړی.

د نوموړي د رتبې په ټیټوالي سربېره د هغه له معاش نه د ۵۰۰ ډالره جریمې ورکولو امر هم شوی.

په لومړي سر کې نوموړي ته د ۳۰ ورځو زندان سزا هم ورکړل شوې وه، خو له پوځي څارنوالانو سره له درخواستي جوړ جاړي وروسته پرېکړه وشوه، چې نوموړی به زندان ته نه استول کېږي.

د طالبانو د مړو د سپکاوي ویډیو د روان کال په جنورۍ کې خپره شوه.

د امریکا د بحري پوځ په خبره اټکل کېږي، چې دغه پېښه د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۷ په هلمند کې د پوځي عملیاتو پر مهال رامنځ ته شوه.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې څلور کسان، چې پوځي یونیفورم يي اغوستي، د درې ږیره لرونکو کسانو په جسدونو متیازې کوي.

"له جوزف سره سره د بحري پوځ درې نور پوځیان هم په اګست میاشت کې محاکمه شوي دي."

ویډیو کې پر ځمکه له پرتو کسانو څخه د یوه مړی په وینو لړلی ښکاري.

له جوزف سره سره د بحري پوځ درې نور پوځیان په اګست میاشت کې انظباتي محاکمه شوي دي.

هغو درې کسانو هم د خپل جرم اعتراف کړی و. یوه پوځي پر جسدونو د متیازو کولو، دویم له جسدونو سره د تصویر اخیستو او دریم هغه په دروغ ویلو د څېړونکو غولولو جرمونه منلي و.

د ویډیو له خپریدو وروسته، افغان حکومت، طالبانو او خپله د امریکا حکومت دغه عمل په سخته غندلی و. د امریکا د دفاع وزیر هاغه مهال هوډ څرګند کړ، چې د عاملینو په ضد به اړین اقدامات وکړي.

.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .