مصر د ټولپوښتنې دویم پړاو پیل کړ

د خپريدو وخت: 06:16 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

یوې امنیتي سرچینې د کورنیوچارو د وزیر له خولې ویلي، چې امنیتي سرتېري باید د اړدوړ او نارامیو جوړوونکو پروړاندې په هېڅ سرپه ونه کړي.

مصر یوه ورځ وروسته ترهغه چې په قاهره کې د مظاهره کوونکو او سیاسي ګوندونو د ملاتړو ترمنځ په اخ و ډب کې ګڼ کسان ژوبل شول، د اساسي قانون د لانجمنې ټولپوښتنې دویم پړاو پیل کړ.

په مصر کې د ټولپوښتنې پرمهال د امنیت د ټینګښت لپاره شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ امنیتي کسان ګمارل شوي دي.

د ولسمشر محمد مرسي مخالفانو د اساسي قانون د ټولپوښتنې ضد پراخې مظاهرې کړې دي.

په اساسي قانون کې د بدلون او ولسمشر د ځان لپاره د واک د ډېرولو له نېټې راهیسې په مصر کې نارامي ډېره شوې ده.

په تېره جمعه هم د اسلامپالو او د ولسمشر د پلویانو او نورو سیاسي ګوندونو د ملاتړ ترمنځ سخت اخ و ډب شو.

د مصر ازاد لبرل ګوند یوه غړي احمد سعید ویلي "شاید نارامۍ لانورې پسې ډېرې شي."

نوموړی زیاتوي"دا چې د ټولپوښتنې په لومړي پړاو کې ډېرې نارامۍ وشوې، او په لړ کې یې د ټولپوښتنې د ملاتړو تله درنه وګڼل شوه، شاید په دویم پړاو کې د نارامیو لاډېرې پېښې شوي. "

"لانورې نارامۍ"

یوې امنیتي سرچینې د کورنیوچارو د وزیر له خولې ویلي، چې امنیتي سرتېري باید د اړدوړ او نارامیو جوړوونکو پروړاندې په هېڅ سرپه ونه کړي.

د مصر امنیتي ځواک د تېرې جمعې په ورځ د اسلامپالو او نورو هغو مظاهره کوونکو پرمخونو اوښلن غاز وشینده، چې پر مقابل لوري یې د ډبرو ګوزارونه کول.

قاهره تر نورو سیمو ډېره د نارامیو شاهده وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .