جنوبي سودان کې د "م.م چورلکه غورځولې"

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

د روسي او ملګرو ملتونو د سرچینو په حواله، راغورځول شوې چورلکه په روسیه کې جوړه شوې او ایم ای ۸ ډوله ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د سودان په سوېل کې د سوله ساتو ځواکونو یوه چورلکه رالوېدلې ده، چې څلور واړه عمله په کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د سودان په جنوب کې یې په رالوېدلې چورلکه کې د سوله ساتنې څلور عمله وژل شوي دي.

د دغه سازمان یوه وزیاند اډوارډ دیلبوي وویل، چورلکه د سودان په جنوب جونګلي ولایت کې د پوځ په ډزو غورځول شوې ده.

ویل کېږي، چورلکه د معلوماتو راغونډولو لپاره الوتې وه.

ملګري ملتونه په جونګلي ولایت کې د جګړه مارو ډلو ترمنځ د ولسي خلکو او بندو کورنیو لپاره د مرستې عملیات پیل کړي وو.

فرانس پرېس خبري ژانس د ویاند دیلبوی له خولې وايي، د جنوبي سودان پوځ نړیوالو سازمانونو ته ویلي، چورلکه دوی راغورځولې ده.

د پېښې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون ویاند ویلي "سرمنشي د سودان د ازادۍ ولسي پوځ له خوا د چورلکې راغورځول په سختو ټکو غندلي دي. دا څرګنده اشاره ده چې دوی ملګري ملتونه نه پرېږدي او هرځا یې څاري."

خو په جنوبي سودان کې د اطلاعاتو وزیر بارنابا ماریال بنیامین بي بي سي ته ویلي چې "د چورلکې د راغورځېدو کوم ثبوت نه شته، خو اوس پلټنې پیل شوې دي. چورلکه د یاغیانو د فعالیت په سیمه کې غورځول شوې ده."

د روسي او ملګرو ملتونو د سرچینو په حواله، راغورځول شوې چورلکه په روسیه کې جوړه شوې او ایم ای ۸ ډوله ده.

جنوبي سودان پر سودان پخپله خاوره کې د یاغیانو د ملاتړ تور پورې کوي، خو خرطوم بیا دغه تور بې بنسټه بولي.

دوی وايي چې له دا ډول چورلکې معمولاً د ترانسپورت او لېږد رالېږد لپاره ګټه اخیستل کېږي.

روسي خبري اژانسونو په سوېلي سودان کې د مېشتو روسي دیپلوماتانو په حواله ویلي، چې څلور واړه وژل شوي روسان دي.

دوی د پنځم وژل شوي کس خبره هم کړې ده، چې ویل کېږي، روسی دی، خو تراوسه یې په رسمي توګه د هویت خبره نه ده تایید شوې.

جنوبي سودان پر سودان پخپله خاوره کې د یاغیانو د ملاتړ تور پورې کوي، خو خرطوم بیا دغه تور بې بنسټه بولي.

تېر کال ۲۰۱۱ د سودان له وېش وروسته، ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .