جان کیري د بهرنیو چارو د وزارت لپاره نوی نوماند

د خپريدو وخت: 06:00 گرینویچ - شنبه‬ 22 ډسمبر 2012 - 02 مرغومی 1391

جان کیري دا مهال د امریکا په مشرانو جرګه کې د بهرنیو چارو د جرګه کۍ مشر دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد د بهرنیو چارو د اوسنۍ وزیرې هیلري کلنټن د ځای ناستي په توګه سناتور جان کیري نوماند کړی.

د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې پر دې دنده له کار کولو وروسته استعفا ورکوي.

د ولسمشر اوباما په خبره نړیوال مشران پر جان کیري باور کوي او درناوی يې کوي.

د اوباما په خبره جان کیري د دې دندې لپاره روزنې ته اړتیا نه لري. هغه زیاته کړه، هیله ده د امریکا د مشرانو جرګه به ژر د کیري نوماندي تصویب کړي.

جان کیري دا مهال د امریکا په مشرانو جرګه کې د بهرنیو چارو د جرګه کۍ مشر دی.

نوموړي د ۲۰۰۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د دموکرات ګوند کاندید و.

د جان کیري له نوماند کېدو مخکې داسې ویل کیدل، چې په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې سوزن رایس به دې مقام ته نومانده شي، خو د لیبیا په بنغازي ښار کې د امریکايي دیپلوماتانو د وژل کېدو په باب له نیوکو وروسته هغه له نوماندۍ په شا شوه.

د کتونکو په وینا داسې احتمال لږ دی، چې جمهوریت غوښتونکي به د جان کیري پر نوماندۍ اعتراض وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته به د نوموړي ډېر پام له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو، د سوریې بحران او د ایران اتومي پروګرام ته وي.

د ۶۹ کلن کیري د نوماند کیدو پر مهال هیلري کلنټن د ناروغۍ له امله موجوده نه وه.

"د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته به د نوموړي ډېر پام له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو، د سوریې بحران او د ایران اتومي پروګرام ته وي."

د بهرنیو چارو له وزیر سره سره به ولسمشر اوباما د دفاع وزارت او څارګرې ادارې سي ای اې د مشرتابه لپاره هم نوي نومونه اعلان کړي.

سناتور جان کیري د ویتنام په جګړه کې برخه اخیستې او د ۲۰۰۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د بوش پر وړاندې ناکام شوی.

نوموړی ۲۰۰۸ کې هم د بهرنیو چارو د وزارت لپاره کاندید و، خو وروسته هیلري کلنټن ته دغه دنده وسپارل شوه.

په واشنګټن کې زموږ خبریاله کیم ګهټیس وايي د ديپلوماسۍ او تازه سیاسي حالت په برخه کې د جان کیري نوم نوی نه دی.

نوموړي څو ځله او په ځانکړې توګه افغانستان او پاکستان کې په غیر رسمي توګه له اوباما ادارې سره مرسته کړې.

په دندې له ګومارل کېدو وروسته به نوموړی په مشرانو جرګه کې د میسا چیوسټس ایالت استازیتوب پریږدي او د دې مقام تر لاسه کولو لپاره به دیموکراتان له سختې سیالۍ سره مخامخ شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .